ژوند – سوچ وکړی ترڅو چی ښه ژوند ولری

Posted on at



ژوند لکه یو قفل غوندی دی چی فقط هغه کولی شی په صبر او حوصله باندی خلاص کړی٬ او باید د هغو تیرولو لپاره د سوچ٬ صبر او تحمل نه کار واخلی او یا هم کولی شو ژوند د دوه لارو غوندی فکر وکړو چی یوه لاره انسان نیکمرغۍ ته او بله لاره انسان بدبختۍ ته بیایی. په دغه صورت کی هماغه فکر او حوصله ده چی انسان د ښه او نیکمرغۍ لاری په لور باندی بیایی.


په حقیقت کی د ژوند اساسی پایی صبر او تحمل دی چی د دغه دوه شیانو باندی انسان کولی شی ژوند په آسانه توکه باندی لکه قدم ویل په یوه آسفالت لاره کی پرته د کوم مانع نه تیر کړی. او بل رکن یی چی د ژوند مخته وړلو لپاره اساسی رول لری سوچ کول دی. یعنی هر قدم چی د ژوند په لور باندی اخلی سوچ وکړی نه یوازی په قدم ویلو کی په هره خبره او هره وینا کی مو. یوازی سوچ دی چی انسان ته ښه لاره ښایی. او هم کولی شی ژوند لکه یوه سوچی لوبه غوندی تصور کړی او د هغو موفق کیدلو لپآره باید په هغه لوبه کی ډیر سوچ وکړی. مګر باید صبر ولری او نباید ډیر ژر ستومانه شی او د هغو مخته وړولو نه ناامیده شی.



ژوند دارنکه دی کله چی غواړی کوم موخی ته لاس پیدا کړو په لومړۍ کی باید هغه د خپل ځآن لپآره آسانه ونیسو ځکه چی وایی "ژوند د خپل ځآن لپاره آسانه ونیسه ترڅو چی آسانه شی" او وروسته باید سوچ وکړی که بیا هم ومونشو کولی بیا ناامیده نشی صبر ولری ځکه چی یوه ورځ نه یوه ورځ هغه موخی ته به ورسیږی.


هم کولی شو ووایو: ژوند لکه شمسی نظام غوندی دی چی یوه سیاره یی د مډار نه لری شی ټول نظام خرابیږی ځکه چی ټول یو په بل باندی اړه لری٬ او په ژوند کی هم که یو قدم غلط واخلو د ژوند نور نظام هم خرابیږی او ښه تیرول یی او ځینی وختونه هم ناممکنه کیږی. په دغه صورت کی باید تل د ژوند کولو لپاره د خپلو سوچ نه کار واخلی٬ او صبر او شکیبایی ونیسی ترڅو چی ښکلی او پایداره ژوند ولری.



"د ښه ژوند په هیله باندی "


زما د انکس فلم اوسنۍ او مختنۍ مقالو لوستلو لپاره کولی شی په دغه لینک باندی ټک ووهی:


http://www.filmannex.com/user/Enayatullah/280437


"عنایت الله "مایار



About the author

Enayatullah

Enayatullah Mayar is born in 1992/8/12,He is graduated from Sultan Ghiyasudden Ghuri High school , and right now He Student of Engineering "Civil Department" faculty. also he is Social media officer and pashto language translator in "ACSC" herat branch.

Subscribe 0
160