د سوچ آرامښ٬ د ښه ژوند کولو لاره

Posted on at


هر څوک چی یاست او په هر ځای کی چی ژوند کوی٬ آرامښ خپل ژوند ته دعوت کړی او هغه په خپل سوچ کی ځای پر ځای کړی.


هر خبره او عمل مو چی آرامښ ته نیږدی اوسی٬ بی له شکه دغه ځآنګړتیا به ستاسو د نړی شا او خوا ته سرایت وکړی. په یاد ولری د دغه حالت رسیدلو لپاره٬ لازمه ده ځینی ځانکړی قابلیتونه په خپل ځان کی وروزوی او ځانکړی شرایط په خپل ژوند کی جوړ کړی. د لاندی ټکیو رعایت مقدماتی دی چی تاسو ته مرسته کوی چی په دغه لاره کی قدم واخلی:


1)   زده کړی چی ځینی وختونه مسائل خوشی کړی.


په دا مانا چی هر مسله باندی تل غوټه مه خوری. کله چی تل او په هر ځای کی د خپل ځان مسائلو په سوچ کی یاست او د هغه تکرار کوی٬ په واقعیت کی تل د خپل ځان سره دی اضافه بای وړی چی دا پخپله د اضطراب او فشار رامنځ ته کیدلو سبب کرځی. زده کړی چی په خوشی او خپلواکه سوچ باندی ژوند وکړی. دغه امر تاسو ته مرسته کوی چی د هر وړونکی محرک او جزئی مانع سره آشفته شی.



2)   په خپل ځان او پاک خدای باندی ایمان ولری.


که په خپل ځان او پاک خدای باندی مو ایمان ولری٬ په ډیره راحته توکه باندی به د ژوند ستونزو نه به خوشی شی او ډیر ثابته او مطمئنه قدمونه به د خپلو اهدافو رسیدلو لپاره به واخلی.


3)   مثبته سوچ ولری.


که مثبته سوچ نظر ونه لری٬ ټول شیان کولی شی بی ګټه او بی ثمره اوسی. د مثبته او هیله مند سوچ درلودل٬ ډیره ښه ټوپک د ډار او اضطراب په وړاندی دی.


4)   د خپلو پروګرامونو او انتظارونو په نسبت باندی مو واقع لیدوونکی او منطقی اوسی.


خپله واکمنۍ مو په یو ځانکړی ځای کی وپیژنی او د خپل ځان عدم واکمنۍ او ضعفو باندی واقع لیدوونکی اوسی. هرڅومره چی ستاسو لیدنه د ژوند مسائلو نسبت باندی منقطی تره اوسی٬ ډیر آرامښ ته به لاس وموندی.



5)   د انسانانو په نسبت باندی٬ خپل بی قیده او شرطه مینه فدا کړی.


تاسو کولی شی د خپل ملګری٬ هم کوټی او هم ټولګی نه مو پیل کړی. زده یی کړی چی د هغوی سره پرته د کوم قید او شرط نه مینه لری٬ د هغوی ضعفونو په وړاندی صبوره اوسی او د هغوی خطاګانی او د کارونو اعمالونه یی وبخښی. هرڅومره چی د نورو په وړاندی ډیر بخښنه ولری د خوشالی ډیر احساس به په خپل ژوند کی تجربه کړی.


6)   د فداکاری مانا لمس کړی.


د بخښنی لاس ولری مګر د هغو بیرته راتللو هیله مه لری. نورو خلک د خپلو خوشالی لارو په توکه باندی یی خوشاله کړی. بی ځآیه٬ یتیم او فقیرو ته مرسته وکړی. د هغو لپاره چی د مرسته غوښتونکی د ستاسو نه دی ځای ورکړی پرته د هغو نه چی تر آخره پوری د هغو تکیه ګاه اوسی. هرڅومره ډیر بخښنه وکړی٬ د ډير الزاماتو او بندونو نه به خوشی شی.



7)   خپل سوچونه بیا جوړ کړی.


په خپل سوچ او عقایدو کی مو د خپل ځان نسبت باندی٬ بیا کتنه کړی. زده کړی چی د خپل ځان په وړاندی مو صبوره اوسی او خپل ارښتونه٬ استعدادونه او مهارته مو قدر کړی. د خپل ځان مو سره مو پرته د کوم قید او شرط نه مینه ولری. هر ډول بی منطقه شک او ډار چی د خپل ځان په اړه لری٬ یوی خوا ته یی کښښدی. که مثبته او سالمه نظر د خپل ځآن په اړه ولری چی خپل ځان پرته د کوم قید او شرط نه ومنی.



ګرانو لوستوونکو٬


زما د نورو مطالبو لوستلو لپاره کولی شی لاندی لینک وګوری:


http://www.filmannex.com/user/Enayatullah/280437


 


عنایت الله مایار



About the author

Enayatullah

Enayatullah Mayar is born in 1992/8/12,He is graduated from Sultan Ghiyasudden Ghuri High school , and right now He Student of Engineering "Civil Department" faculty. also he is Social media officer and pashto language translator in "ACSC" herat branch.

Subscribe 0
160