د هلمند د بست تاریخی کلا ته یوه لنده کتنه

Posted on at


بست دافغانستان یوه تاریخی سیمه ده چی ده بیلا بیلو تاریخی دورو آثار کی وهُ اوله او‌ږده زمانونه انسانانو ژوند په کښی کړی. بست د هلمند د پراخی وادی یوه برخه ده او د بست یوه تاریخی کلا او تاریخی رواق لاتراوسه هم د هلمند د سیند پر غاړه ولار ده د بست کلا دیوی غوندی د پاسه جوړ شوی چه اوس په خپله د غونډی په بڼه اوښتی دی فولکلوری روایات چی د خلکوپه سینو کښی لاتر اوسه پاتی دی وایی چی د بست کلا نوشیروان جور کړی یعنی تقریبا ۵۰۰ کاله مخکی له میلاد څخه چی د عدل او انصاف دربار یی په کښی‌‌ جوړ کړی وو. او ترکلا را لاندی یی د بست په رواق کښی یو زنځیر غځولی وو چی بل سریی د بست مانی ته د رسیدلی وو. په دی سرکی یو ګرینګی وو. او چا چه به عرض درلود نو دا ځنځیر به یی کش کړه ګرینګی به په مانی کښی وشرنګیده و پاچا به امر وکړ چی عارض را وغواری عرض یی واوری او عدل ورسره وکړی.



په دی باره کی موله ښاغلی محترم محمد یاسین خواجه څخه چی د هلمند ولایت اوسیدونکی دی پوښتنه وکړ ترڅو د بست دکلا د ودانی په اړه چی له نژدی څخه لیدنه او کتنه کړی معلومات راکړی.



محترم ورور محمد یاسین خواجه: زما په نظر او کوم کیسی چی له ما خلکو څخه اوریدلی د بست کلا دنن نه زر کاله مخکی نوشیروان عادل پاچا چی لومړی دغه پاچا یو ظالم پاچا وو جور کړی. چی دغه کلا دیو غونډی پرسر جوړ شوی چی له پورته څخه وکښته یعنی دیو څاه شکل لری چی دا کلا دیوه کلک برج بنه لریِ، ګرداګردی ودانی پکی جوړی شوی دی او د ټولو ودانیو مخی او کړکی د منځ خوا ته رواتلی او په دایروی شکل یو له بل سره مخامخ دی او همدارنګه د دی په څنګ کښی دوی نوری څاګانی هم شته چی مربعی شکل لری او له هغه نه یی دروښن دان استفاده ترینه کیده. لکه څرنګه چی می مخکی تاسوته وویل چی دا کلا دیو غوندی پرسرجوړ شوی، خو داکلا اوس همدارنګه دیوی غونډی په شان دی او اکثرآ لاندی ودانی له خاورو دکی یعنی اوس تقریبآ ۷ طبقی پاتی دی او دیوی خرا بی په شکل معلومیږی او کوم تاریخی آثار په کښی نه دی پاتی او ټول خلکو غلا کړل.


 


 


 


 


ترتیب:امنه ایوبی



About the author

160