فقر

Posted on at


فقر څه دی؟

فقر د کوم ځای نه پیدا کیږی؟

فقر د څه ډول ستونزو رامنځ ته کولو سبب په ټولنه کی کیږی؟

موږ باید کوم کارونه وکړو ترڅو چی زموږ ګران هیواد د فقر له لاس نه خوشی شی؟

د دندی او د کافی سرمایه نه والی په یو هیواد کی سبب کیږی چی فقر رامنځ ته شی٬ فقر سبب کیږی چی د ټولنۍ یو شمېر ډیر خلک د ډیرو ستونزو سره په خپل ورځنی ژوند کی مخامخ شی. افغانستان هغه هیواد دی چی تقریبا پینځه نیوی فیصده خلک یی د فقر سره مخامخ دی٬ یو شمېر ډیر خلک د یوی مړی ډوډی لاسته راوړلو په خاطر باندی په ښار کی لاسی شیانی خرڅوی٬ له بده مرغه ځینی کسان د مجبوری نه خپل ماشومان خرڅوی چی دغه کار د اسلام په مقدسه دین کی منع ګڼل شوی دی، او هغه کسان چی دغه کار کوی د خدای پاک سخت عذاب باندی نیول کیږی.

د فقر شتون په هیواد کی سبب شوی دی چی ځوانان په غیر قانونی کارونو باندی لکه وژنه٬ غلا٬ د انسانانو غلا او نور ناوړه کارونو باندی لاس ووهی٬ او هیواد د فساد او بدبختی په لور باندی بوځی. او یو شمېر خلک د کارته اقتصادی کچه له کبله د زده کړی نه محرومه دی. موږ باید زیار وباسو ترڅو چی فقر د خپل هیواد نه ورک کړو ترڅو چی خلک وکولی شی په سوله٬ آرامه٬ آسانتیا او امنیت کی خپل ژوند مخته بوځی. او د فقر ورک کولو لپاره باید تاجران په هیواد کی صنعتی کارونه وکړی او سرمایه کښښدی ترڅو چی ځوانان په دنده باندی بوخت شی او هر څوک په آرامه توکه باندی ژوند وکړی. او د دندی جوړ کول هیوادوالو ته ماشومان هم نه مجبوره کیږی چی کار وکړی٫ او په هغه وخت کی کیږی چی ماشومان هم په آرامه توکه باندی خپلو زده کړو ته ادامه ورکړی.

ځوانان د دندی لپاره نه مجبوره کیږی چی بهرنۍ هیواد ته ولاړ شی او کار وکړی. او هم زرګونه نوری ستونزی هم د هیواد نه لری کیږی.

د ښه او آرامه افغانستان په هیله باندی

زما د انکس فلم مختنۍ مقالو لوستلو لپاره کولی شی لاندی لینک وګوری:

http://www.filmannex.com/herat-womensannex

عنایت الله مایار

 



About the author

herat-womensannex

Herat Digital Citizen Fund is subpart ofDigital Citizen Fund based in NYC. Digital Citizen Fund.com is a blogging and film platform that empowers the women and children of Central Asia with a "pay for content" model where bloggers and filmmakers get paid based on their Buzz (performance) Score. Monthly payouts…

Subscribe 0
160