د افغان نجلنۍ هیله

Posted on at


نجلی ده د پاک زړه سره٬ موسکا یی په شونډو ده٬ په غږ کی یی د خلکو درد په کی دی څرنکه چی ټول بیچاره او درد لیدونکی خلک یی په خپل زړه کی ځای ورکړی دی.


حجاب یی د بی بی فاطعه غوندی دی٬ ساده آغوندی او ورو ژاړی ترڅو چی نورو ته آزار ونه رسیږی. نجلۍ ده ویجاړه٬ چی ماشوم یی د چادونۍ او ټوپ غږ ډار سره ځوان شولو مګر تر اوسه هم د هغو غوږونه د چادوني غږ آذیت ورکوی. پلار یی د وطن په لاره کی شهید شوی او مور یی د وړوکی او وژی ماشومانو سره یی بی ځایه پاتی شوه.


د افغان نجلۍ هیله لری٬ قیمتی هیله نه ده٬ چی کړل یی ناممکنه اوسی او نه هم داسی هیله ده چی خیال ته پاتی شی. غواړی چی کور یی آرامه٬ وطن یی آباده٬ او خوښ زړه یی د هیوادوالو سره یی ډل د خندا نه اوسی. چی دغه سکالو (موضوع) هغو ته د ماشومتوب د وخت نه پاتی شوی ده٬ چی تر اوسه د سوځیدلی نفس سره یی ورپسی منډی وهی.



دغه بی ځایه نجلۍ د نورو نجونو لیدلو سره چی ښوونځی ته ځی خوشاله کیږی مګر ډیره غمجنه٬ ځکه چی نشی کولی ښوونځی ته ولاړه شی او کوم شی زده کړی. دغه نجلۍ نور نشی کولی د همټولګیانو خبری واوری٬ غواړی لکه د نورو همټولګیانو غوندی یی ښه او ښکلی کالۍ وغواندی٬ غواړی چی د ښوونځي په څوکی باندی کښینی٬ غواړی چی سوال کولو لوی سوټک د اوږو ته کارته کړی او د خپل غرور مانع د پښو لاندی کولو نه شی٬ غواړی هغه هیله ته چی هیواد یی جوړ شی ترڅو چی د نورو هیلو پسی ولاړه شی او لکه خپلواکه مرغی غوندی په آسمانونو کی والوزی او خوشالی وکړی.


مګر څرنکه دغه هیلۍ ته یی ورسیږی؟ څرنکه چی غږ یی د کوم چا غږ ته نه رسیږی! د فقر نه نشی کولی درس ووایی ترڅو چی د هیواد راتلونکه یی بدله کړی. له بده مرغه دولتیان یی د شخصی ګټو پسی دی او نشی کولی دا ډول د هیلو ډک خلکو ته کتنه واچوی.



له بدمرغه زموږ دولتیان پرته د دی نه چی سوچ وکړی چی په آخرت کی خدای ته به څه ځواب ورکوی چی د خلکو حق د پښو لاندی کوی او دوی په آرامه توکه باندی په خپل کورونو کی ناست دی. یو شمېر ډير ماشومان د هیواد راتلونکی دی د یو مړی ډوډي پسی په ښارونو کی کار کوی او د زده کړی او روزنی نه پاتی دی.


آیا دا خدای لاره ده؟ مګر دا ماشومان نه دی چی په ماشومتوب کی آرامی ته اړتیا لری؟ مګر له بده مرغه خپل ځای یی مفسده دولتیانو ته ورکړی دی.



مګر د دغه ټولو بدمرغیانی او ناوړتیاوو سره دغه افغان نجلۍ د خدای پاک په قدرت باندی باور لری. په دی باور باندی ده چی یوه ورځ هیواد به یی جوړ شی او خپله به هم د هیواد راتلونکی اوسی٬ او په دی باندی به باورمنده اوسی چی افغانستان به تل په دی حالت کی به پاتی نشی یو ورځ ته بدلون ووینی٬ ځکه نړی د بدلون په حال کی ده.


او تل یوازی د پاک خدای نه دعا یی دا ده:


خدایه!


ستا نه غواړم پرته له ستا نه کوم څوک غږ می نه آوری٬ ما هیلی ته می ورسوه او هیواد می د هر ډول بدمرغیو نه وساته ترڅو چی ناویجړیانی جوړی شی او بی نظمیانی نظم ته موبدله شی.



آمین


ګرانو لوستونکو٬


زما د انکس فلم اوسنۍ او مختنۍ مقالو لیدلو لپاره کولی شی لاندی لینک وګوری:


http://www.filmannex.com/herat-womensannex


عنایت الله مایار 



About the author

herat-womensannex

Herat Digital Citizen Fund is subpart ofDigital Citizen Fund based in NYC. Digital Citizen Fund.com is a blogging and film platform that empowers the women and children of Central Asia with a "pay for content" model where bloggers and filmmakers get paid based on their Buzz (performance) Score. Monthly payouts…

Subscribe 0
160