زده کړه او پوه

Posted on at


(څرنکه چی پیامبر (ص) فرمایلی دی: (د زانګو نه تر ګوره پوری زده کړه وکړی


موږ هم باید د هغه وخت نه چی نړی ته راځو باید زده کړل او پوهه زده کړو. او د هغو لاسته راوړلو او زده کولو لپاره باید ډیری هلی ځلی وکړو٬ تر هغه وخته پوری چی د دغه نړی نه سترګی پټی کوو٬ موږ باید ورځ په ورځ خپلو زده کړو ته ډیروالی ورکړو. او نورو ته یی هم ورزده کړو. زده کړه او پوهه د انسانانو په ورځنۍ ژوند کی ډیره ګټه وره اغیزه لری او د زده کړی او پوهی درلودلو سره کولی شی په آسانه توکه باندی د ژوند ستونزو حل کړو٬ او ډیر په چټکه توکه باندی کولی شی خپلی ستونزی حل کړی.



هغه څوک چی زده کړه او پوهه نه لری لکه ړوند غوندی دی چی د خپل ژوند مخته وړلو او د ستونزو حل کولو لپاره نورو ته اړتیا لری. او د هغو دغه اړتیا نورو ته د هغو ناکامی سبب د ژوند مخته وړولو برخه کی کیږی٬ او دغه ډول خلک تیاره ژوند لری او هم زده کړه کولی شو لکه یو څراغ غوندی فکر وکړو چی د هغو شتون سره کولی شو تیاره رڼا کړو او د ژوند حل کولو لپاره تر نه کار واخلو.


زده کړه او پوهه په ټوله نړی کی د پرمختک په لور باندی روانه دی او خلکو مینه شېبه په شېبه د زده کړی سره ډيره کیږی. حتی په بی چاره هیوادونو کی خلک حاضره دی ترڅو چی ډیر ستونزی ومنی٬ مګر د هغو په وړاندی یوه کلمه زده کړی. د مثال په توکه زموږ په ګران هیواد کی خلک د امنیت نه والی٬ فقر٬ اقتصادی ستونزو او د دښمنانو تهدیداتو سره او سلګونه نورو ستونزو سره خلک زده کړی ته ځی او خپلی زده کړی ته ادامه ورکوی. او په لری لویدلو ځایونو کی خلک ماجدونو او نورو ځاینو ته او خپلو زده کړو ته ادامه ورکوی. او هلی ځلی کوی ترڅو چی وکولی شی خپلی زده کړی لوړو کچی ته ورسوی د نړی نورو خلک غوند ژوند وکړی.



زده کړه لکه یوه لوی سیند غوند دی چی هرڅومره چی هغه زده کړی بیا هم کم دی. هغه کسان چی زده کړی زده کولو ته نورو ته هڅی کوی هغو ته یو ډیر لوی انعام د پاک خدای نه ورکول شوی دی٬ ځکه دغه خلک مهمترینه او ښه مطلب د خدای پاک بندګانو ته ورزده کوی.



زما د انکس فلم مختنۍ او اوسنۍ مقالو لوستلو لپاره کولی شی لاندی لینک وګوری:


http://www.filmannex.com/user/Enayatullah/280437


عنایت الله مایار



About the author

Enayatullah

Enayatullah Mayar is born in 1992/8/12,He is graduated from Sultan Ghiyasudden Ghuri High school , and right now He Student of Engineering "Civil Department" faculty. also he is Social media officer and pashto language translator in "ACSC" herat branch.

Subscribe 0
160