ژوند - خوشاله اوسی تر څو چی خوشاله ژوند ولری

Posted on at


 ژوند٬ ژوند او ژوند٬ هر څه چی د ژوند نه ووایو بیا هم لږ دی که د نړی ټولو ونو پاڼو نه پاڼي جوړی کړو او که د نړی ټولو لرګی قلم شی او زه د ژوند نه کوم څه ولیکم بیا هم لږ دی٬ ځکه چی د ژوند هره شېبه ډکه د ګډوډیو نه ده چی خدای پاک د آزموینی لپاره یی خپلو بندګانو ته یی ورکړی ده.

موږ باید تل د ژوند ستونزو٬ د دردونو٬ د ژوند غمنونو او د ماتو په وړاندی ولاړ شو او باید تل مینه٬ خوشالی او موسکا ته هیله ولرو. مینه د خدای سره ولرو مینه د ګرانو سره او موسکا د ملګرو لپاره وکړو. او موږ باید په ژوند کی هلی ځلی ولرو هیڅ وخت ماته مه منی ترڅو چی ماته زموږ نه وتښتی.

انسان هر ډول چی خپل ځآن په ژوند کی برابره کړی ژوند هم هماغه ډول خپل ځان د هغو سره برابره کوی. د مثال په توکه که موږ په ژوند کی خوشاله اوسم او تل د غم په وخت کی خپل ځآن خوشاله وساتم او هیڅ کله ماته ونه منم٬ خپله غم او ماته د ژوند نه می ورکه کیږی او زما نه لری کیږی. موږ باید هماغه ډول خپل ځآن د خوشاله او موسکا سره عادت ورکړو لکه معجزه غوندی به په هر ځآی٬ په هر وخت او په ځآی او وخت کی به خوشاله لوړ به اوسو٬ او ټول خلک به زموږ نه هم خوشاله اوسی.

او که تل زموږ په سترګو اوښکی اوسی او د ژوند د سختیو په وړاندی سر ټیټ کړو او ماته ومنو دغه باید ومنو٬ چی هیڅ کله به خوشاله ونه وینو٬ او د ټولنۍ غړی به زموږ نه خپل ځآن لری ساتی او هیڅ څوک به ستاسو سره همدردی ونه کړی.

په دغه صورت کی باید تل زموږ زیار دا اوسی ترڅو چی وکولی شو د هلو ځلو سره خپل ژوند جوړ کړو او هیڅ کله خپل لاس نورو ته مخته نکړو او د هغوی نه کوم شی و نه غواړو. په دغه صورت کی باید زیار وباسو چی هر څوک خپل ځآن وموندی او د موفقیتونو قدمونه د خپل قدمونو باندی تیر کړی.

ژوند لکه هېنداره غوندی دی چی زموږ ټولی کارونۍ موږ ته انعکاس کوی٬ کله چی د هېنداری مخته ولاړ کیږی او خپل ځان په هېنداره کی وینی ټول هغه کارونه چی د هېنداری په مخ کی تاسو تر سره کوی دومواری تاسو ته ښودل کیږی٬ په دغه صورت کی ژوند هم همداغه ډول دی. ټول کارونه چی موږ یی تر سره کوو دومواری موږ ته انعکاس کوی.

د خدای پاک نه غواړم چی هیڅ کله موږ خپل خوښی کار ته پرینږدی او هیڅ کله موږ ضعیفه بندګان خپل کار ته مو مه خوشی کوه. تل خپل د لطف او عنایت لاسونه دی پر موږ بندګانو باندی کښښده.

د ډير موفقیتونو په هیله باندی په ژوند کی مو

زما د انکس فلم نورو مطالبو لوستلو لپاره کولی شی لاندی لینک وګوری:

http://www.filmannex.com/user/Enayatullah/280437

عنایت الله مایار

http://archive.mashal.org/content.php?c=shehr&id=03149



About the author

Enayatullah

Enayatullah Mayar is born in 1992/8/12,He is graduated from Sultan Ghiyasudden Ghuri High school , and right now He Student of Engineering "Civil Department" faculty. also he is Social media officer and pashto language translator in "ACSC" herat branch.

Subscribe 0
160