تیلفون او موباییل

Posted on at


تیلفون او موباییل


تیلفون یوه بریښنایی وسیله ده چی د خلکو تر منځ د اړیکو او ارتباطاطو یوه ښه وسیله ده


.


کله چی تیلفون نه وو نو خلک له ډیرو سوتونزو سره مخامخ وو یعنی ددی لپاره چی د خپلو خپلوانو او یا هم د خپلو ملګرو احوال واخلی نو یا به هغه ته ورتلل او یا هم د یو لیک په واسطه به یی د یو بل احوال اخیستلو چی دا کار به ډیر وخت نیولو له همدی امله د وخت په تیریدو سره د بشر فکر د یو داسی شی په لټه کی شو چی داسی یو شی منځته راوړی چی په کم وخت کی له ډیرو لرو ځایونو څخه د خپلو خپلوانو احوال واخلی چی په همدی وخت کی تیلفون کشف شو



چی په لومړیو وختونو کی نسبتاً لوی او څلور کونجه وو او د یوی ګوشکی درلودونکی وو او یوازی په کورونو کی او دولتی ادارو کی تری کار اخیستل کیدلو او ددی کبله چی لوی وو نو اشخاصو ورڅخه ګټه نه شوی اخیستلای یعنی د خپل ځان سره یی له یو ځای څخه بل ځای ته نشوی وړلی نو له همدی کبله د وخت په تیریدو سره د بشر د فکر په واسطه موباییل کشف شو


.


په لومړیو وختونو کی د موباییل شکل ساده وو او د تور او سپین سکرین درلودونکی وو چی د وخت په تیریدو سره سکرین یی رنګه شو بیا هم نور د موباییل د پیشرفت لپاره کوښښ وشو او په وروستویو کی موباییلونو ډیر پرمختګ وکړو چی په اوسنی وخت کی یو موباییل د عکاسی کولو ویدیو اخیستلو او نور پروګرامونو درلودونکی دی چی په پخوا زمانو کی د کوچنی سکرین درلودونکی او د ډیرو ټنیو درلودونکی دی اما په اوسنی وخت کی موباییلونه د لوی سکرین درلودونکی دی او د ګوتی په واسطه کار کوی .


د موباییل جوړونکو کمپنی مخ په زیاتیدو شوی او د موباییلونو تولید زیات شو او هغه کمپنی چی جهانی شهرت یی تر لاسه کړو او د ښه کیفیت درلودونکی موباییلونه یی تولید کړل هغه د apple ,Nokia ,s Samsing کمپنی دی .


د انټرنیت په زیاتیدو سره د موباییل استعمال هم لا زیات شو او د موباییل په وسیله ډیرو نورو معلوماتو او پروګرامونو ته د خلکو لاسرسی پیدا شو او په نړی کی د یو ارزښتمن شی په حیث استعمالیږی او د موباییل څخه ګټه اخیستل کیږی او ددی سبب شوی دی چی خلک په آرامی سر خپل ژوند پر مخ یوسی .



About the author

160