د ورځپاڼی اداره

Posted on at


تاریخچه


په یوه ورایت کي راځی چی په پخوانی مصر کی له 1300 میلاد مخکی څخه له ادارې سره اشنایی پیدا شوی وه. هغوی به خپلې ټولنیز او اقتصادي چارې په خورا لومرنی بڼه پر مخ بیولیږ مصریان د کانفوچس په زمانه کې د ادارې ارزښت ته ځیر شول او په بیلابیلو برخو کې یې د ادارې په اره پلټنی وکری له دې سره سم یې د مختلوفو ادارو لپاره متخصصان هم وروزل. بل ځای بیا وایی چې مصریانو تر میلاد څلور یا پنځه زره کاله وراندې د اوبونی پروژی پیل کری، کال یې پر 365 ورځو وویشه او د هغې له مخی یې خپل کارونه تنظیم کرل. تر میلاد 2500 کاله وراندې د شمیر سیسټم رامنځته شو چې هغی هم د خلکو پر ژوند ژور اغیز وکر.


د ادارې په برخه کې د سومریانو له تمدنه لاس ته راغلی نښې نښانی هم د پام ور دی. ویل کیږی چې سومریانو هم تر میلاد 5000 کاله ړاندې د خپلو ادارې او مالې سرچینو د کنټرول لپاره له اداری لارو چارو ګټنه وکړه.


په چین کې هم دی باره کی د چو 1100 میلاد مخکی لیکنی هم د پام وړ دي. په چین کی لومړی ځل تر میلاد 120 کاله مخکی د ګومارنی لپاره د ازموینی اخیستل دودو شول.


اپلاتون 428 – 248 ق م هم په خپل کتاب جمهوریت کی د کار د ویش نظریه ورکره. د نوموړی په اند که چاته یوازی یو کار وسپارل شی نو په ښه ډول یی تر سره کولی شی. یونانی تاریخپوه ګرنفون (( د لوی کوروش اداره 600 ق م )) نومی کتاب کی د کوروش پاچا ټولنیز نظم ته اشاره کوی. په نوموړی کتاب کی د پلان جورونی، د وګړو د دندو ځانګری کولو، د فرمانونو د تدوین د لارو چارو او د انسانی اړیکو د ارزښت یادونه شوی ده.


د نوموری اداری د پلار پيټرز ډراکر په اند دا کتاب د رهبریت په باره کی تر ټولو لومړی او مهم کتا دی.


اولوالغزمه پیغمبر حضرت موسی علیه السلام هم په خپله واکمنی کی یو ابتدایی تشکیل جوړ کړ چی پر له پسیینه یانی تسلسل هم په کی نیول شوی و. پارسی واکمنانو خپله امپراتوری په شلو ولایتونو ویشلی وه، چی د هر یوه په راس کی به یو والی و. تر میلاد څه باندی دوه سوه پنځوس کاله وړاندی رومیانو خپله امپراتوری په یو سل یو ولایتونو وېشلی وه. د رومی امپراتوری مشر دیوکلسین دری مرستیالان لرل چی هر بوه په ځانګری برخه کی کار کاوه. په اریایی ټولنه کی یما پاچا ډیر ښه نظم راوستی و. له کلیوالی مشر یا ملک نه نیولی تر سیمه ییز او لوی مشر پوری ټول د اړتیا، وړتیا او انتخاب له لاری ټاکل کیدل. پنځه زره کاله وړاندی چی په بلخ کی د دولت بنست کیښودل شو نو اریایانو د ځان لپاره یو هوښیار، مدبر او د ولس خواخوږی مشر وتاکه. دا وتلی مشر یما یا جمشید پاچا نومیده چی د اریایی دولت لومړی سیاسی او ټولنیزه موسسیه یی جوړه او د اریایی مدنیت بنست یی کېښود.


د افغانستان په معاصر تاریخ کی دری سوه کاله وراندی ملی مشر میرویس نیکه له صفویانو سره او لس مشرانو د جرګو له لاری اغیزمنه مبارزه وکړه او خلکو د خپل سیاسی او ملی مشر په توګه غوره کړ. میرویس نیکه پر 1119 هجری قمری کال داسی حکومت جوړ کړ چی په نړی کی یی لا بیلګه نه وه. تر هغی نیتی څه کم نهه لسیز وروسته د فرانسی لوی انقلاب نړی ته د ملی حکومت نمونه وړاندی کړه.


پنځه یا پنځه نیم زره کاله وړاندی اریایان د افغانستان په شمال کی میشت شول په شنو ورشوګانو کی یی مالداری ته مخه کره او د ویدی کلتور بنست یی کیښود. دوی ورو ورو له مالداری څخه کلیوالی ژوند ته مخه کړه. په ویدی ژوند کی تر نارینه وو د میرمنو ونډه زیاته او د مور مشری روحیه پیاوړی وه. له مالداری ته کرنی ته به مخه کولو د دوی په تولنیز او اقتصادی حالت کی د پام وړ بدلون راغی کورونه، کلی او د استوګنی همیشی مرکزونه یی جوړ کړل. کلیوالی تولنه جوره شوه او بیا یی ښار جورولو ته مخه کره. دولت یی جوړ کړ او د اریایی مدنیت پاخه بنستونه یی بنا کړل. بازارونه رامنځته شول تولیداتو او سوادګری پوره وده کړه.


ادامه لری 



About the author

farzadsalehi

Student of Journalism Faculty

Subscribe 0
160