د ورځپاڼی اداره

Posted on at


تاریخچه


دویمه برخه


په مدینه منوره کی چی د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد ( ص ) د کومی اداری بنسټ کیښود د بشر په تاریخ کی یی هیڅ بیلګه نشته. د مدینی منوری په اداره کی ایثار، سرښندنه او متقابل درناوی بنسټي ټکی وو. د دی اداری او نظام د تشکیل لپاره زموږ ستر لارښود حضرت محمد ( ص ) کلونه کلونه کار کری و او خپل اصحاب (رض) یی په عملی ډول هغه هڅه ته چی لوی خدای (ج) ورته امر کاوه او د انسانی ژوند ریښتنی موخه وه، پوره پوره چمتو کری وو. حضرت پیغمبر (ص) د خپل رامنځته کری نظم د ټینګښت لپاره په حجت الوداع کی تلپاتی لارښوونی و فرمایلی او په هغی کی یی د فضیلت او غوره والی معیار رنګ، توکم، ژبه او قوم نه، بلکی تقوی وګرځوله. د یو مسلمان وینه، مال او ناموس یی پر بل حرام کړل. د حجت الوداع مبارکی خطبی لارښوونی د اسلامی خلافت او بشری ژوند هماغه پل پل کیښود چی په برکت یی د اسلامی نظام بنسټونه خورا پیاوړی او ساحه یی دومره پراخه شوه چی د اسلام او اسلامی واکمنی مبارکی وړانګی تر دیبل ( کراچی )، اندلس یا اوسنئ اسپانیا او ان تر افغانستان هم راورسیدی.


په مدینه منوره کی د اسلامی خلاقت ستنی دومره پیاوړی او پر صداقت ولاړی وی چی لومړی خلیفه حضرت ابوبکر صدیق ( رض ) د لوړی په مراسمو یا خپله لومړئ خطبه کی فرمایلی چی ستاسی تر تولو ځواکمن زما پر وړاندی بیوسه دی تر هغی چی د نورو حق می تری نه وی اخیستی او تر ټولو بیوزله مو زما پر وراندی تر ټولو غښتلی دی تر هفی چی حق می یی ته وی وړکری.


د دویم خلیفه عمر فاروق ( رض ) به زمانه کی د اسلامی واکمنی پلوشی تر 2400 زرو مربه میلو پوری رسیږی او په دی ټوله جغرافیا کی حق او عدالت داسی تامنیږی چی تر ننه یی بیلګه ونه موندل شوه.


لویدیز تر دی دمه له اداری او تولنیز پلوه څلور مهم پراوونه وهلی دی


رنسانس ( څلورلسمه میلادی پیرئ )


دی حرکت په عملی او فکری برخو کی پامور بدلونونه راوستل


ریفارمیشن یا د سمونونو پراو ( شپاړ سمه میلادی پیرئ )


په دی دوره کی مذهبی اصلاحات رامنځته شول او د کلیسا په واک کی یو څه کمی راغی.


د روښنایی پړاو


په دی دوره کی ذهنی بدلونونه ته لاره هواره شوه.


او


صنعتی انقلاب ( اتلسمه او نو لسمه میلادی پیړئ )


د اتلسمی میلادی پیړئ په پای او د نولسمی پیړئ کی د صنعتی انقلاب په راتلو سره په نړئ کی پاموړ بدلونونه راغلل. د لومړئ او دویمی نړیوالو جګرو 1914 – 1918 او 1938 – 1945 له امله په نړئ کی له هر پلوه بدلونونه راغلل چی په اداری برخه کی دیر محسوس وو.. په نړیواله کچه د ملتونو ټولنه او د ملګرو ملتونو اداره یی ښی بیلګی دی. د جګرو په کلونو او تر هغی وروسته مهال کی ځواکمنو هیوادونو د اړینو جګره ییزو وسایلو او وسایطو په تولید لاس پوری کړ. د دی تولیداتو لپاره د امو توکو د پیداکونو هڅو دی هیوادونو ته پر کوچنیو یا کمزورو خو له طبیعی زیر مو ډکو هیوادونو باندی بریدونو ته لاره هواره کړه.


رابرټ اوون 1858 چی د صنعتی اداری پلار باله شی په یوه دیر حساس پړاو کی د اداری په اړه په زړه پوری نظریی وراندی کړی. رابرټ د کارګرو د ګومارنی، معاش، د کار د ارزښت او د کارګی تولنو او کارګرو د اړیکو په اړه په زړه پوری نظریات وړاندی کړل چی تر یو لړ ستونزو وروسته د وخت واکمنو ومنل.


بل عالم فریدریک ونیسلو ټاتلر (( په صنعتی فابریکو کی د علمی اداری لاری چاری )) په نامه کتاب ولیکه او له دی لاری یی صنعتی انقلاب کی یو بل پړاو ته لاره هواره کره. نوموړی د کار د خاوند او کارګر اړیکی مشخصی او د اداری په اړه یی یو لړ نیو ورندیزونه وکړل. د ټاتلر دا سیستم ډیر ژر په بیلابیلو هیوادونو کی خپور شو.


لوتر ګیولیک 1937 هم د اداری په اړه یو لړ وارندیزونه وکړل نوموړی هم لکه د تاټلر په څیر د کارفرما او کارګر اړیکی په نشه کری.


بریتانوی پوه جالرس بییخ د صنعتګرانو د سپما په اړه د کتاب په لیکو سره د اداری په علم کی د پام وړ بدلون او پراختیا راوستله. بل عالم هانری ټاون په صنعتی چارو کی د اداری نوی لاری چاری وارندی کری. بلاخره هنری فایل په اداره کی د کار د ویش په اړه نظریی وړاندی کړی او د اصولی اداری په نامه د یوه نوی مکتب بنسټ یی هم کیښود.



About the author

farzadsalehi

Student of Journalism Faculty

Subscribe 0
160