مسوول مدیر او د اخبار تګلاره

Posted on at


د اخبار یا ورڅپاڼی دنده یوازی دا نه ده چی خلکو ته سم او بشپړ خبرونه ورسوی، بلکی پر مهمو مسالو خپل نظر ځرګندول یی هم په مهمو کارونو کی راڅی. بل څای بیا وایی چی د رسنوی مهمه دنده د خبرونو خپرول او عامه اطلاعات ورکول دي، خو په دی سره د رسنیو دنده نه را خلاصه کیږی، بلکی رسنی په تولنه کی د بدلون د یوه مهم عامل او عامه افکارو د تنظیموونکو په توګه درنه وظیفه لری


.


پخوا به ویل کیدل چی ژورنالیزم دمه مهمی دنی لری، یوه لوستونکو ته معلومات ورکول او بله عامه افکار اغیز منول یا ورته لارښوونه کول دی، خو اوس پری دوه دندی نوری هم ور اضافه شوی دی یوه لوستونکو ته د بوختیا یا تفریح برابرول او بله د پيسو په بدل کی د اعلان خپرول. دی هری یو دندی ته لنډه لنډه کتنه کوو.


معلومات وړاندی کول :


د رسنیو تر ټولو مهمه دنده لوستونکو یا خپلو مخاطبانو ته د معلوماتو ورکول دی. هغه که د ژوند په هر برخه کی وی. زیاتره ورڅپانی خبرونه له بیلابیلو سرچینو ځخه تر لاسه کوی څینی بیا پخپله هم رپورتران یا ژورنالیستان لری او لومړی لاس خبرونه راټولوی


.


د عامه افکارو اغیزمنول :


پر خبرونو سربیره په ورڅپانه کی د سرمقالی مخ څانګری څای لری. سر مقاله او پر دی مخ نوری لیکنی لوستونکی ته د ذهنیت ورکولو لپاره ډیری ګتوری دی


.


بوختیا یا تفریح :


د رسنیو بله مهمه دنده خپلو لوستونکو ته د تفریح د وسایلو برابرول دی. د کالمونو، طنزونو، سپورت خبرونو او نورو ‌ډول ډول لیکنو له لاری خپل لوستونکی بوخت ساتی. خو په رسنیو کی خپریدونکی تفریحی مواد هم باید چی روزنیز وی


.


اعلان :


د رسنیو پر پښو دریدو لپاره اعلان ډیره مهمه وسیله ده. د سوداګریزو اعلانونو له لاری رسنی خپل لګښتونه پوره کوی او ګته هم کوی. اعلانونو سوادګریز هم وی او د ټولنیزی خیر ښیګی لپاره هم مثلا د نفوسو د کنټرول اعلان، د پولیو اعلان، لیک لوست ته د خلکو د هځولو په موخه اعلانونه چی دا ټولنیز ارزښت لری او څینی نور لکه د سوداګریزو شرکتونو او تولیدی کمپنیو اعلانونه بیا یوازی مادی ګته لری


.


مسوول مدیر یوازی پر خبرونو نه بلکی د ورڅپانی پر ټولو ارخونو کنټرول لری. د ورڅپانی د نظر د بیانولو لپاره سرلیکنه، تبصری، مقالی، سرمقالی، کالمونه او فیچرونه د دی کار لپاره ښه لاره ده.



About the author

farzadsalehi

Student of Journalism Faculty

Subscribe 0
160