جمهور رئیس غني هرات ته له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

Posted on at


جمهور رئیس غني هرات ته له لېږل شوي پلاوي سره وکتل


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له سرپرست متین بیګ او د هرات ولایت ته له لېږل شوي پلاوي سره وکتل.


په دغه کتنه کې چې نن ماښام په ارګ کې ترسره شوه، دغه پلاوي د هغو پریکړو د تطبیق د څرنګوالي په اړه جمهور رئیس غني ته معلومات ورکړل چې د هرات ولایت ته د ده د سفر پرمهال شوې وې.



جمهور رئیس محمد اشرف غني هرات ته د لېږل شوي پلاوي د رپوټ له اورېدو وروسته دغه پلاوي ته لارښوونه وکړه چې په دغه ولایت کې د موجودو ستونزو د بنیادي حل لپاره دې د لنډ، منځ او اوږدمهال حل لارې له ځانګړو وړاندیزونو سره یوځای د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي ترڅو د دغو وړاندیزونو په رڼا کې اړونده ادارې خپل اجراات ترسره کړي.


همدا راز جمهور رئیس محمد اشرف غني د هېواد د ولایتي شورا ګانو د غړو د هغو اندېښنو د څېړنې په موخه چې ولسي جرګې د دغو شوراګانو د قانون په تصویب سره پرحکومت د ولایتي شورا ګانو نظارتي رول پای ته رسولی دی، د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې اړوند د محلي شوراګانو د انسجام ادارې ته لارښوونه وکړه چې د دوه اوونیو په دننه کې دې پر حکومت باندې د ولایتي شوراګانو د نظارتي رول په اړه ځانګړي وړاندیزونه د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي ترڅو د دغو وړاندیزونو په رڼا کې د تصویب شوي قانون لپاره د تعدیل طرحه ملي شورا ته وړاندې شي




About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160