د یوه سعودي ځوان بیخي نادره کیسه

Posted on at


یو ټیکسي چلوونکی سعودی کیسه کا چې له ریاض نه مې دمام ته څلور ځوانان سپاره کړل، د ټیکسي ډریور وایي: دا څلور واړه ښه په سور کې نه وو، مست ځوانان وو او مجلس یې هم بې سوره وو، دی وایي په لاره کې د تېلو اچولو له پاره ودریدلم او د مازدیګر د لمانځه وخت هم و تېل مې واچول وروسته مې ځوانانو ته وویل: که مو خوښه وي د مازدیګر لمنځونه به وکړو؟ خو د ځوانانو ځواب هېښوونکی و! .


زما څنګه ته ناست ځوان په دوی کې لیږ مشر و او داسي ښکاریده چې د دوی د سفر مشر هم دی دی، شا ته یې خپلو ملګرو ته وکتل وروسته یې زما د لمانځه کولو د پوښتنې په ځواب کې راته وویل: موږ خو لمنځونه نه کوو.. ټیکسي ډریور وایي: زه حیران شوم چې دا څه وایي داسې مسلمان هم وي چې لمونځ نه کوي!، ورته ومې ویل: یارانو! دا منم چې تاسو ځوانان یئ، هر څه به کوئ خو لمونځ باید هیڅکله پرېنږدو له الله سره د اړیکو همدا یوه لاره راپاته ده دا لاره باید هیڅکله ونه تړو او لمونځ خامخا باید وکړو.



ټیکسي ډریور وایي: ځوانانو پخپلو کې یوه بل ته وکتل او زما څنګ ته ناست مشر یې راته وویل: سمه ده ځه چې لمنځونه وکړو، لمنځو ته ښکته شوو، اودسونه مو وکړل او زه د لمانځه د امامت له پاره مخته شوم څلورو واړو ځوانانو اقتدا راپسي وکړه، مسافرانه دوه رکاته لمونځ و سلام مې واړوه چې مخ مې را وګرځاوه هغه مشر یو یې لا په سجده پروت و، موږ ټول ورولاړ شوو چې ځوان مو وښوراوه له حرکته لویدلی و او مهربانه الله ته یې روح سپارلې وه! . ملګري یې سخت خپه او ټول په ژړا شول او یوه ملګري یې زیات ژړل، وروسته هغه ماته وویل چې دا زما مشر ورور دی او باور وکړه چې دا پنځلس کاله کیږي چې لمونځ یې نه کاوه! .


خاتمې پټي او نامعلومه دي، په مرګ هیڅ باور نشته، او مومن باید د هر لمانځه په مهال په دې فکر وي چې شونې ده دا یې وروستی لمونځ وي لکه په یوه حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغی ورته ویې ویل: یارسول الله! په لنډه توګه مې پوه کړه، هغه ورته وویل: چې کله لمانځه ته ولاړ شې داسې لمونځ کوه لکه همدا دي چې وروستی لمونځ وي. عن أبي أيوب رضي الله عنه قال: جاء رجل إلى النبي صلى الله عليه وسلم، فقال: يا رسول الله، علمني وأوجز، قال: إذا قمت في صلاتك فصل صلاة مودع. رواه احمد و ابن ماجه.


الله مو دي لمنځونه د سترګو یخوونکي وګرځي او الله دي زموږ خاتمې په ایمان او ښو اعمالو کړي.




About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160