د ریس جمهور غنی سفر لوګرولایت ته

Posted on at


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن غرمه د لوګر ولایت د مس عینک له کان څخه لیدنه وکړه .


جمهور رئیس غني په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست سید مصدق خلیلي، د کانونو او پطرولیم وزارت معین میراحمد جاوید، په پارلماني چاروکې د دولت وزیر غلام نبي فراهي، په فرهنګي چاروکې د جمهور رئیس سلاکار اسدالله غضنفر، د لوګر ولایت سرپرست او یو شمېر امنیتي چارواکي ورسره ملګري وو، د لوګر ولایت د مس عینک کان بېلابېلې برخې وکتلې.


جمهور رئیس محمد اشرف غني له دغه کان څخه د کتنې په ترڅ کې وویل چې اوس مهال د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې نوي پړاو ته داخل شوي دي او لازمه ده چې د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره مهم قدمونه پورته شي.



جمهور رئیس غني د لوګر ولایت د مس عینک کان د هېواد لپاره مهمه اقتصادي سرچینه وبلله، وې ویل، د چین دوست هېواد چې د دغه کان د استخراج قرارداد ورسره شوی دی، د دغې اقتصادي سرچینې د امنیت په اړه اندیښنه لري، د دې لپاره چې د دغه سترکان د استخراج چارې ژر پیل شي لازمه ده چې افغان امنیتي ځواکونه په خپلو کې د همغږې له لارې د هېواد د دغه مهم کان امنیت خوندي کړي.


د هېواد جمهور رئیس همدا راز د دغه کان لرغونې سیمې هم وکتلې او په دغو سیموکې یې د موجودو لرغونو اثارو د سمې ساتنې او څارنې په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو ته لازمې لار ښوونې وکړې




About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160