د ګرکیټ نویی لوبه

Posted on at


یو افغان د کرکټ کمپیوټري لوبه جوړه کړې چې افغان لوبډله هم پکې شامله ده


يوه پنځلس کلن افغان د کرکټ د نړيوال جام له پيل سره سم د کرکټ په زړه پورې کمپيوټري لوبه جوړه کړې چې د افغانستان لوبډله يې هم په کې شامله کړې ده. دغه پنځلس کلن افغان زده کوونکى نصرالله نيازى نومېږي، د غزني ولايت اصلي اوسېدونکى دى، خو اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې مېشت دى. 
د غزني ولايت د اندړو ناامنه ولسوالۍ د زرين د نيازيو کلي اوسېدونکي پنځلس کلن نصرالله نيازي له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې څرګنده کړه چې له ماشومتوبه يې د کرکټ له لوبې سره مينه لرله او په خپله سيمه کې به يې له نورو هلکانو سره د کرکټ لوبه کوله. 
نوموړي زياته کړه، په ۲۰۱۱ ز کال کې چې کله دوبۍ ته راغلى نو ويې کتل چې دلته د کرکټ ګېمونه شته چې لويو نړيوالو شرکتونو جوړ کړي، خو د افغانستان لوبډله په کې نه ښکارېده. نيازى وايي: ((هماغه وو، له ځان سره مې پرېکړه وکړه چې داسې ګېم به جوړوم چې افغان لوبډله هم په کې لوبېدلې وي. ))
نصرالله نيازى چې اوسمهال د دوبۍ ښار په يوه ځايي ښوونځي کې د اووم ټولګي زده کوونکى دى، وايي چې د لوبې له جوړولو وړاندې يې د افغانستان د لوبډلې لسګونه لوبې ، د هر لوبغاړي پروفايل يې وکوت او د لوبې پر مهال يې د ټولو لوبغاړو حرکتونه وڅارل.



نوموړي زياته کړه چې تر ټولو سخت کار د لوبغاړو څېرې او د هغوى حرکات برابرول وو، ځکه له جوړولو وروسته به يې هغه له اصلي ويډيوګانو سره څو څو واره پرتله کول.
نصرالله نيازی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له لوبډلمشر محمد نبي سره مينه لري او هغه د لوبې په هره برخه کې ښه لوبېدونکى ( ال راونډر ) بولي.


نصرالله نيازی له افغان دولت څخه هيله لري چې دوى ته د کار خوندي چاپيريال برابر کړي، چې دوى وکولای شي په ډاډه زړه د کمپيوټر ساينس په برخه کې خپلې څېړنې او کارونه ترسره کړي




About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160