لوستنه- د ښه ژوند راتلونکه

Posted on at


 
لوستنه د انسانانو په ورځنی ژوند کی ډیر ځانکړی او ګټه ور رول لری٬ ځکه د همدغه لوستلو په وسیله باندی دی چی د انسان فکر او علمی کچه پورته ځی.
د ډیر لوستلو سره او ډیر پلټنی سره انسان کول شی د هغه ستونزو سره چی په ژوند کی د هغو سره مخامخ کیږی حل کړی٬ او ډیر د نړی رمزونه او رازونو باندی پوه شی او ډير او په ښه توکه باندی کولی شی ښه او بد د یو بل نه توپیر کړی او د ژوند سختو او نا هموارو لارو نه خپل ځان وژغوری او د نیمکرغی او سعادت همواره لارو باندی پښه کښښدی.



پوه او هوښیاره انسانان خپل ډير وخت د لوستلو سره تیر کوی. په لوستلو کی د کتاب ډول مهم نه دی٬ یعنی انسان کولی شی یعنی انسان کولی شی د خپل مینه باندی هر ډول کتاب چی خوښ لری ووایی٬ حتی کولی شی یوه پاڼه٬ یوه بېلګه او یا هم یوه وېبه چی زموږ په مالومات کی ډیر شی بیا هم ډیر دی. مګر په لوستلو کی ځای ډير ارزښت لری٬ باید تل د لوستلو ځای آرامه اوسی او انسان د روحی برخی آرامښت ولری ترڅو چی ښه وکولی شی هغه موضوعات او مالومات چی په کتاب کی لیکل شوی دی درک کړی. 



په ټولو باسواده انسانانو باندی لازمی ده ترڅو چی د خپل فکری روزنی ته پام وکړی٬ د خپل ورځنی شېبو نه لږ وخت لوستلو ته ځآنکړی کړی٬ چی دا پخپله کولی شی زموږ د ژوند ورځنی برخو کی ډیر ګته وره وی او موږ د ستونزو حل کولو کی کمک کړی. او د دغه څڼک سره کولی شو یو ښه مشوره ورکوونکی د نورو لپاره اوسو.
څنکه پاک خدای فرمایلی دی: (اقراء) یعنی ووایه٬ د زده کولو او ورزده کولو لپاره ووایه٬ زده کړه او ور زده یی کړه. په دی مانا باندی چی لوستل یو ضروری امر د ټولو انسانانو لپاره دی.



د ډیر لیکو لوستلو لپاره مو کولی شی لاندی لینک وګوری:


http://www.bitlanders.com/herat-womensannex/blog_post



عنایت الله مایار



About the author

herat-womensannex

Herat Digital Citizen Fund is subpart ofDigital Citizen Fund based in NYC. Digital Citizen Fund.com is a blogging and film platform that empowers the women and children of Central Asia with a "pay for content" model where bloggers and filmmakers get paid based on their Buzz (performance) Score. Monthly payouts…

Subscribe 0
160