په خپل نفس باندی اعتماد

Posted on at


په خپل نفس باندی اعتماد
په خپل نفس باندی اعتماد هیڅکله له لاسه مه ورکوی تر هغه وخته چی باور وکړی چی توانا یی انسان چی په خپل ځان اعتماد وګړی نو هغه وخت به د ژوند ښکلا تر لاسه کړی



په خپل نفس باندی اعتماد یعنی څه؟په خپل نفس باندی اعتماد یعنی ژوند ته مثبت کتل ،دانسانانوشخصیتی تفاوتونو ته احترام کول او ځان او نورو ته احترام کول
په خپل ځان باندی اعتماد همیشه زموږ له دننه څخه سر چشمه اخلی نه له بیرون څخه!هغه وخت چی موږ د خپلو أرزوګانو د پوره کولو څخه لاس واخلو نو هغه وخت دی چی په خپل ځان باندی اعتماد نه لرو او بعضی وقت له ځانه سره وایو چی فکر نه کوم چی هغه کار به وکولی شم چی په حقیقت کی وایو چی په ځان باندی اعتماد نه لرو
اما څه باید وکړوچی په خپل ځان باندی اعتماد ولرو؟




د هر څه د مخه اول د خپل ځان د اعتماد د تقویه کولو لپاره باید اول د نفس عزت وکړو د نفس عزت یعنی په ځان باندی باور ولرو د نفس عزت په دوه ډوله د موږ په وجود کی دی یو منفی باور دځان په باره کی او بل مثبت باور دځان مبارزه کی موږ باید همیشه د موفقیت لپاره کار وکړو تر کله چی موږ په یو کار کی موفق نشو تر هغه وخته موږ موفقیت لاسته راوړلی نه شو موږ باید همیشه شکست قبول کړو تر څو چی موږ موفق شو تو څو چی شکست په خوند تر هغه وخته پوری د موفقیت مزه نه شو لیدلی


.
هر کله چی موږ یوه وظیفه یا یوه لار د لاسه ورکړو او پرمختګ ونه کړو نو ځان باید مقصر ونه بلو هر رقم چی موږ باید د ځان سره مینه ولرو .
همیشه په خپلو توانایی باور ولرو چی د هر قدم موانع و څخه عبور وکړو د خپل ځان باندی باور او خپل توانایی باندی باور موږ یوه لوی موفقیت ته رسوی همیشه باید موفق کسان پیدا کړو او د هغه څخه یی زده کړو چی څرنګه موږ موفقیت ته رسیدلی شو په ژوند کی هم شکست او هم کامیابی په د نړی کی هر څوک اشتباه کوی هیڅوک هم داسی نه شته چی اشتباه ونه کړی او هر څومره چی انسان شکست وخوری هغومره قوی کیږی او موفقیت په تلاش کی ډیر کیږی.



About the author

160