دکورونو مختلف ډولونه

Posted on at


دکورونو مختلف ډولونه
کور هغه مکان یا ځای ته ویل کیږی چی دژوند کولو امکان هلته وی په پخونیو زمانو کی خلکو ددی لپاره چی دطبیعی پیښو ،وحشی ژویو اوپه ژمی کی د سړی هوا او په اوړی کی دتودی هوا څخه په امن کی وی نو طبیعی غارونه یی دژوند کولو لپاره انتخاب کړل دغارونو خلکو دژوند اسباب اووسایل نه درلودل او د ځمکی سطحه به یی دوښو یا د ژویو په پوستکو فرش کولی


.
دځمکی په بعضو ساحو کی ډیر اورښتونه کیدل او هوا ډیره سړه وه نو خلکو د تیږو څخه کورونه جوړول دغه کورونه د یو بکس په څیر وو او مثلثی چت یی درلودل او دیوالونه یی ډیر ډبل وو او خلکو په دی توګه کولی شوی چی خپل ځان له سړی هوا څخه ځان وساتی .



د ځمکو په بعضو ساحو کی ډیر باران اوری او هوا نمناک وی اوګرم اقلیم یی درلودل بعضو خلکو داسی کورونه جوړ کړل چی د چوبی پایو په واسطه ولاړ وی او دیوالونه یی نازک وی او ځکه چی دځمکه دسطحی څخه پورته وو نو له همدی کبله له نم څخه په امن کی وو او ډیر شمال یی درلودو او خلکو وکولی شوی چی ښه ژوند وکړی وروسته له هغه څخه کله چی بشر پرمختګ وکړو د هغوی ژوند هم لږڅه پرمختګ وکړو دوخت په تیریدو سره خلکو دخټو او خامو خښتو څخه کورونه جوړول چی یو منزله وو او ډیر ډبل دیوالونه یی درلودل تو څو په سړه اوتوده هوا کی تری ګټه اخیستل شی


.

په اوسنی زمان کی دکورونو جوړول ډیر پرمختګ کړی دی په اوسنی وخت کی د کورونو په جوړولو د پرمختللو موادو څخه لکه (سمنټ ،ریګ،قیر ،کاشی ،دمرمر تیږو ،سیخ ګول ،پخو خښتو ،او د ځانګړو رنګونو) څخه ګټه اخیستل کیږی چی ډیر ښه امکانات یی دژوندلپاره تهیه کړی دی او هر شخص په خپله خوښه په ډیر ښکلی شکل جوړولی شی البته ددغو ډول کورونو دجوړولو لپاره ماهر اشخاص یعنی (انجنیران) ډیره مهمه ونډه اخیسته ده چی د کورونو د نقشو طرحی په ډیر ښکلی شکل وړاندی کوی



About the author

160