څرنګه یو ښه ملګری انتخاب کړو؟

Posted on at


څرنګه یو ښه ملګری انتخاب کړو؟


موږ ته د دوست انتخابول ولی ډیر اړین دی ؟ ځکه چی زموږ د ژوند ډیر برخی نیسی او ډیر اثر زموږ پر روح اچوی موږ باید همیشه له نیکو کارونو سره ملګری ووسو ځکه چی ملګری زموږ په ژوند کی رغنده رول لوبوی د ملګری انتخابول یو ډیر مشکل کار دی د هر چا پیژندنه ډیره اړینه ده د انسانانو پیژندنه چی په اوسنی زمانه کی ډیر سخت کار دی موږ یو داسی ملګری انتخاب کړو چی ښه لاری ته مو وهڅوی څرنګه چی ملګری هغه څوک دی چی زموږ په وجود کی ښه صفات تقویه کړی او بد صفات له موږ څخه لری کړی نو که چیری موږ د ملګری په پیژندنه کی غلطی وکړو نو اصلاً مو له خپل ژوند سره غلطی کړی که چیری یو د یو ملګری په پیژندنه کی کوتاهی وکړو او خراب ملګری موږ انتخاب کړو چی همیشه موږ بدی لاری ته وهڅوی نو موږ د خپل ځان سره ډیره جفا کړی ده


.


ملګری یو ډیر ښکلی موجود دی ملګری د زړه سیوری دی ملګری د الله (ج)یوه ډیره لویه هدیه ده چی موږ ته یی راکړی ده څرنګه چی پس د مور او پلار څخه ملګری یګانه جوړونکی زموږ د زړه او روح دی هر انسان په هره ټولنه کی یو ښه ملګری ته ضرورت لری په دی نړی کی هیڅوک هم داسی نشته چی یو ښه ملګری ونه لری موږ په ژوند کی په خپل ملګری باندی اعتماد کوو د زړه خبری ورسره شریکوو یو ښه ملګری زموږ په کامیابی کی مهم رول لوبوی که د ډیر بزرګانو او عالمانو د ژوند تاریخچه ته وګورو نو هغوی په کامیابی یو د هغه ملګری لاس وی او هغه ملګری دی لوړی مرتبه ته رسول ښه ملګری هغه دی چی د خوشحالی او غم په حالت کی له موږ سره دی همیشه مو نیکی لاری ته وهڅوی د ضرورت په وخت زموږ لاس ونیسی موږ دی بدی لاری څخه را وګرځوی بعضی خلک هی شته چی د ملګری په انتخابولو کی یی خاصه توجه ته دی کړی داسی څوک چی خپل ملګری کړی چی هغه همیشه بدی لاری ته هڅوی د هغه ښه صفات کموی او بد صفات یی تقویه کوی او داسی انسانان بیا په خپل کورکی او ټولنه کی خپل او ټولنه کی خپل بد اخلاق راښکاره کوی او هم د خپل کورنی او هم د خپلی ټولنی له نظره را لویږی داسی انسانان بیا هیڅکله هم نشی کوی چی یو ښه انسان ووسی د ملګری انتخابولو کی موږ باید ډیر دقت وکړو په آسانی سره باید هم هیڅکله د چا سره ملګری نه شو تر څو مو چی د هغه شخص په خصوصیاتو نه یی پوهیدلی تر هغه وخته باید هغه خپل ملګری نه کړو بعضی اشخاص د بعضو خپلو منافعو لپاره د یو چا سره ملګریی ګوی 




About the author

160