د پلار او مور لوړتیا

Posted on at


 
پاک خدای د انسانانو حقیقی خالق دی٬ چی دغه انسانان یی هر یو یی په یو نوم٬ اړیکه او بیله دنده سره پیدا کړی دی٬ څوک یی د اولاد په توکه٬ ځینی یی د خور او ورور او ځینی نور یی هم د پلار او مور او نوره مختلفو ډولونو باندی یی پیدا کړی دی.
د ټولو نه مهمتره دا چی دا پلار او مور دی چی د نور نه هم ډیر ستونزی منی٬ ترڅو چی خپل ماشوم په هغه ډول چی غواړی وروزوی٬ د اړتیاوو برابره کولو لپاره یی لکه٬ ډوډی٬ کالی٬ مناسبه چاپیریال٬ عطوفت او مهرابانی او د ماشوم سالمه روزنه کی شبه او ورځ هلی ځلی آباسی.



څرنګه چی رسول الله (ص) فرمایلی دی: "رضا الله فی رضا الوالدین و سخط الله فی سخط الوالدین"
ژباړه: د خدای ج رضا د پلار او مور په رضا کی ده او د خدای ج قار او غضب د پلام او مور په قار او غضب کی ده.
په دغه صورت کی د پلام او مور ځایګاه د خدای ج او رسول ص ته ډیره پورته او جګه ده. په دغه حدیث کی دا ډول راغلی دی لکه چی د پلار او مور رضا یو زموږ د حقوقو نه د خدای ج په وړاندی ده٬ چی هغه یی د خپل حق سره یوځای کړی ده او د دوی حق ادا کول یی د خپل حق ادا کولو غوندی ویلی ده. 



د پلار او مور د ژوند یوازینی ګوهر اولادونه یی دی٬ باید اولادونه یی په ژوند کی وروسته د پلار او مور مړینه نه د هغوی نیکه او مهربانه لاره مخته بوځی. او په ژوند کی یی د هغوی سره په نرمی٬ مهربانی او ښه اخلاق باندی چلند وکړی او د هغوی په وړاندی د بدو او آزاروونکی خبرو نه کار وانخلی او د هغوی احترام ولری.
د هر اولاد ښه اخلاق د هغوی د اسلامی او د ګورنۍ فرهنګی نښه ښوونکی ده. د پلار او مور رضا لاسته راوړل د انسان نیکمرغۍ سبب په ژوند کی کیږی او د پلار او مور قار د بدبختی او ناکامی سبب په ژوند کی کیږی. په دغه صورت کی باید وروسته د خدای ج او رسول الله ص اوامرو تر سره کولو نه د پلار او مور اطاعت وکړو.



د هرات انکس فلم بیت لندرز نورو لیکو لوستلو لپاره کولی شی لاندی لینک وګوری:


http://www.bitlanders.com/herat-womensannex/blog_post



عنایت الله مایار



About the author

herat-womensannex

Herat Digital Citizen Fund is subpart ofDigital Citizen Fund based in NYC. Digital Citizen Fund.com is a blogging and film platform that empowers the women and children of Central Asia with a "pay for content" model where bloggers and filmmakers get paid based on their Buzz (performance) Score. Monthly payouts…

Subscribe 0
160