علم دژوند پانګه

Posted on at


علم دژوند پانګه


علم ژوند پانګه ده دا خبره د ځینو خلکو لپاره د خندا خبره ښکاری البته هغه اشخاص چی ددغه برکت څخه بی برخی پاتی وی او وایی چی د ژوند پانګه خو پیسی او دارای ده نو څنګه علم کیدلای شی ؟نو پس باید ووایو چی هر انسان په علم سره ښایسته او مهذب دی علم هغه سرچینه ده چی هرڅومره ترینه ګټه واخلو هغه نه خلاصیږی علم د انسان د ژوند دچارو او مهارتونو او په ځینو نورو برخو کی ډیره مهمه برخه ده په علم سره یو انسان ځان، جهان ، الله (ج) ا وخپله دنده او خپل مسوولیت پیژنی علم یو عادی انسانی هغه پوړو ته رسوی چی غواړی یی یعنی ځینی خلک غواړی چی ډاکټر، انجنیر، ښوونکی ، تجار ، عالم ، او داسی نوری دندی ولری یوازنی هغه لاره چی یو عادی انسان دغو دندو ته رسوی هغه علم دی اما هغه خلک چی له دغه نعمت څخه بی برخی پاتی دی له دغو دندو څخه هم بی برخی پاتی دی او په سختو شغلونو باندی بوخت دی چی په ډیر کم عاید سره ډیر سخت کار کوی


.


وایی چی د انسان او ژوی تر منځ توپیر په علم کی ده د هر انسان په ژوند کی رڼا ده عزت دی او شرافت دی علم په ژوند کی د لمر په څیر هغه رڼا ده چی هرڅوک ترینه ګټه اخیستلای شی نو په هر انسان باندی لازمه ده چی د ژوند هره لحظه یی دعلم په لاسته راوړلو کی تیره کړی لکه څنګه چی زموږ ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) فرمایلی دی چی «د علم زده کړه په هر نارینه او ښځینه مسلمان باندی فرض دی» او همداسی په یو بل آیت شریف کی فرمایلی دی چی «علم زده کړی که هر څه په چین کی هم وی » تر ټولو مهمه داده چی په علم کی په هر څه چی پوهیږو ورباندی عمل وکړو تر څو چی د دین او دنیا او آخرت د سعادت او نیکمرغی را په برخه شی که څوک د علم خاوند وی نو هغه په زده کړی علم باندی عمل ونه کړی نو هغه پوهانو خره ته چی یو ژوی دی تشبهه کړی دی په خره چی هر څومره بار کیښودل شی یعنی د کتابونو بار کیښودل شی هغه یی وړای شی خو هیڅکله هم عمل پری نشی کولی نو وایو چی که د علم سره ژوند ولرو تر ټولو ښه ژوند لرو او د علم ګټی دومره زیاتی دی چی هر څومره چی یی زده کړو کم دی لکه چی وایی «پوه کمال غواړی او نا پوه مال غوړی


»



About the author

160