ورزش او روغتیا

Posted on at


ورزش او روغتیا
که وغواړو چی روغتیا ولرو څه باید وکړو؟په ځواب کی باید ووایوهغه کار چی نه ورته درمل پکار دی او نه کوم مادی لګښت لری او نه کوم خاص ځای لری چی انسان هغه ته لاسرسی پیدا نه کړی هغه ورزش دی ورزش د یو انسان د خوشبختی او روغتیا لامل کیږی لکه څنګه چی د یو عاقل انسان لپاره تر ټولو مهم شی د هغه صحت دی



 


چی که څوک غواړی چی دا نعمت لاسته راوړی نو باید ورزش ته موخه کړی خپله ورزش د یو لړ منظمو حرکتونو څخه عبارت دی چی د بدن د قوی کیدو او زورورتیا لامل کیږی او د انسان ذهن اوبدن د شادابی او نیکمرغی لامل کیږی لکه څنګه چی مو وویل چی روغتیا په ورزش کی ده او وایی چی (سالم عقل په سالم بدن کی دی ) او هغه اشخاص چی په موادو مخدرو باندی معتاد وی زیاتره یی په ذهنی ناروغی باندی اخته وی له دی کبله زیاتره ډاکټران هغوی ته د ورزش کولو لاره ورښیی لکه چی وایی (د انسان لویه دښمنه ای نسوار سګرټ چلمه )او ددی تر څنګ هغه خلک چی د زړه په ناروغۍ اخته وی او یا هم د وینی په لوړ فشار او یا د وینی په غوړ والی په ناروغۍ اخته وی نو بهتره کار ورته ورزش دی ځکه چی ویل کیږی چی ورزش د یو صابون په څیر دی چی بدن له ټولو شیانو څخه مینځی او دانسان د صحت لامل کیږی ددی تر څنګ هغه خلک چی ورزش کوی د کورنی په چارو او په اجتماعی چارو کی او په ټولنه کی د یو هوښیار شخص په څیر همیشه خلکو ته ښی مشوری ورکوی او د ځان او د هیواد د پرمختګ لامل کیږی د یو ورزشکار شخص ځانګړنه په همدی کی ده چی د هغوی مغز ډیر قوی وی چی همیشه چالاکه اوپه هر کار کی تیز او عاقلانه عمل کوی او همیشه په خپلو تصمیمونو کی چټک وی او داسی تصمیمونه نیسی چی ددی تر څنګ چی ځان ته یی ګټور وی کورنی او ټولنی ته یی هم ګټور وی


.
له نیکمرغه په اوسنی وخت کی د ورزش ډیری ښی برخی منځته راغلی دی چی دهغی له جملی څخه لکه (کرکټ،فوټبال، باسکتبال،پینګ پانګ،اسکیټ ،اسکی ، شنا)او داسی نور دی چی زموږ هیواد هم له نیکمرغه په دغو ورزشونو کی هم ډیری بریاوی تر لاسه کړی دی په ځانګړی توګه د کړکټ او فوټبال په لوبو کی چی خلک ډیره مینه ورسره لری او همیشه د هغوی د بریا لپاره دعا ګانی کوی .


 



About the author

160