سوله

Posted on at


سوله
سوله تر ټولو هغه خوږه کلمه ده چی په اوریدو سره یی زړه خوشحاله کیږی د سولی څخه هدف یعنی خوشحالی ده چی زموږ د کورنی څخه پیل تر هیواده او تر نړی پوری خلک ددی خوشحالی په لټه کی دی سوله د (صلحی )له کلمی څخه اخیستل شوی دی چی یوه عربی کلمه ده چی ډیری معناوی لری خو یوه معنا یی چی ډیره کارول کیږی هغه د جنګ جګړی بندول دی سوله د جنګ بندول د شخړو لری کول او د اختلافاتو ختمول او د بد بختیو له منځه وړل او د غمونو د له منځه وړلو څخه عبارت دی سوله په یوه کورنی کی د کورنی له اتحاد څخه عبارت دی یعنی چی خوندی او ورونه مور او پلار او د کورنی نور غړی سره په غم او خوشحالی کی سره شریک وی


او یو بل ته متقابل احترام وکړی نو سوله په کورنی کی تامینیږی دغه کورنی باید که په خپله ټولنه کی کچیری سوله موجوده نه وی نو د سولی په راوستلو کی د کوشش وکړی او په ټولنه کی د سوله راولی او وروسته دهغی څخه د هیواد په لټه کی شی او تعصب او قوم پرستی د له منځه بوځی ځکه چی سوله د خلکو په واسطه منځته راځی زموږ د ګران هیواد افغانستان یوازینی د بدبختی لامل د سولی نشتوالی دی چی زموږ ګران هیواد یی د هر پلوه یعنی د (سیاسی ، اقتصادی ، اجتماعی ، فرهنګی ، امینیتی )له لحاظه زیانمن کړی دی


او زموږ د هیواد دښمنان ددی پر ځای چی په خاوره کی غنم وکری او دځمکی مخ پری ښایسته کړی او د هیواد په اقتصاد کی ګام پورته کړی د هغی پر ځای په ځمکه کی ماینونه او بمونه کری تر څو زموږ د ګران هیواد نسل بی پلاره او یا بی موره کړی یا کوم پلار یا مور بی اولاده شی او د ځینو ژوند په داسی حالت کی اچوی یعنی د خپل بدن خواږه غړی له لاسه ورکوی یعنی لاس ،پښی ، سترګی او داسی حالت پری راولی چی وایی کاشکی می له دی حالت څخه مړ شوی وای ددی تر څنګ چی خلک په غمونو اخته کوی د هیواد ټول ښایسته ځایونه چی په طبیعی شکل لکه ځنګلونه یی وسوځول او د هغو خلکو کارونو چی په ډیر زیار سره یی جوړ کړی وو ویجاړ او وران یی کړل ددغو پیښو یوازینی لامل د سولی نشتوالی وا او پس له دی زموږ نوی نسل باید د سولی په راوړلو کی زیار وباسو او د خلکو په منځ کی له جګړو څخه مخنیوی وکړو اختلافونه له منځه یوسو او د هوسا ژوند لپاره سوله منځ ته راوړو او کله چی سوله منځته راشی نو شاید د هغو خلکو غمونه چی د خپلو اولادونه د له منځه وړلو په سبب وو هیر شی او او ووایی خیر که زما زوی د خلکو د خوشحالی لپاره قربانی شو نو پر موږ لازمه ده چی سوله منځته راوړو لکه زموږ شاعر رحمان بابا وایی:
کر د ګلو کړه چی سیمه دی ګلزار شی
اغزی مه کره چی په پښو کی به دی خارشی
کوهی مه کره د بل سړی په لار کی
چیری ستا به د د کوهی په غاړه لار شی




About the author

160