دژوند کولو موخه یا (هدف)څه دی؟

Posted on at


دژوند کولو موخه یا (هدف)څه دی؟


ژوند دهغو پیښو ټولګه ده چی په هغه کی خوشحالی،غم،احساسات،صبر،جنګ، عشق او داسی نور دی دانسان په ژوند کی مختلفی مرحلی راځی کله په انسان غم کله خوشحالی اوکله هم نور مصیبتونه په انسان باندی راځی خو عاقل انسان هغه دی چی د ژوند په ټولو حالاتو کی همغږی او استوار اووسی چی عاقل انسان همیشه د خوشحالی او غم په حالاتو کی د الله (ج) څخه پناه غواړی .الله (ج) هر انسان په هره لحظه کی آزمویی او الله (ج)خپل ټول مخلوقات د آزموینی لپاره پیداکړی.


راشه چی ژوند ریاضی وګڼو


مینه سره جمع کړو


ټولی خوشحالی سره ضرب کړو                        


غوصه منفی کړو


غمونه سره تقسیم کړو


ټول مصیبتونه بیرون له قوس کړو


ښه فکر وکړو


مساوی د یوښکلی ژوند سره


 


د ژوند هره لحظه یوه آز موینه ده مونږه په د نړی کی هر رقم خلک وینوچی په مختلف ډول خپل ژوند سرته رسوی څوک د ژوند کولو څخه رازی وی او څوک نه د بعضو خلکو ژوند په ډیرو مشکلاتو سره تیریږی بعضی خلک هم شته چی هیڅکله هم د خپل ژوند سره سازګاری کولی نه شی د ژوند هره برخه ورته ترخه وی او داسی نور کسان هم شته چی د ژوند کولو په مفهوم نه پوهیږی پدی نه پوهیږی چی موږ ژوند کوو دڅه لپاره ژوند کوو؟ د ژوند کولو مقصد څه دی؟ هغه کسان چی د ژوند کولو په هدف پوی نه شی هغه انسان نه شی کولی په صحیح ټوګه خپل ژوند ته دوام ورکړی داسی کسان همیشه د ژوند څخه نا خوښه وی او هیڅکله هم صبر او حوصله نه کوی داسی کسان د ټولنی سره همغږی نه وی دهیچا سره همغږی کولی نه شی او په یوه جامعه کی نور خلکو ته ضرر رسوی


.


ژوند څه دی؟که خندا ده ولی ژړا کوو؟که ژړا ده ولی خندا کوو؟که مرګ دی ولی ژوند کوو؟که ژوند دی ولی مرو؟که مینه ده ولی هغوته نه رسیږو ؟ او که مینه نشته ولی مین یوو؟


عاقل انسانان هغه دی چی د ژوند کولو په مفهوم پوهیږی داسی کسان همیشه ښه ژوند لری او دژوند کولو په مفهوم پوهیږی په هر حالت کی د اللّه (ج)څخه پناه غواړی او د خپل ژوند سره همغږی وی او همیشه صبر او حوصله کوی لویانو ته احترام کوی او په کشرانو شفقت او مهربانی کوی .


دژوند څخه هدف دادی چی انسان په ژوند کی هر حالت راځی او دا حالتونه په ډیره حوصلی سره تیر کړو په هر حالت کی د اللّه (ج) پناه وغواړو اوپه هر ه لاره کی د خدای (ج)څخه وغواړو چی موږ یوی ښی لاری ته هدایت کړی .


ژوند ګل دی نو هغه بوی کړی


ژوند اوبه دی نو هغه وڅښی


ژوند ښکلی دی نود هغه څّخه ښه خوند واخلی


ژوند خوشحالی ده نو هغه پیدا کړی


زه وایم چی ژوند دی چی دوستی ده




About the author

160