نوی کال

Posted on at


نوی کال
  د نوی کال مراسم چی د پسرلی په راتلو سره تر سره کیږی چی دغه مراسم د آریایانو له زمانی څخه راپاتی دی هر کال طبیعت خپل کور پاکیزه او نوی کو موږ هم باید خپل کور د ګرد او غم څخه پاک کړو خلک د ژوند په سفر کی دهری ورځی،میاشتی اوکال په ترڅ کی تغیرات منځ ته راوړی چی زیاتره دغه تغیرات دنوی کال په راتلو سره وی او راتلونکی کال ښه ګڼی نسبت له تیرشوی کال څخه او خلک دانوی کال دخپلو هیلو د پوره کولو لپاره یوه ښه لار ګڼی څرنګه چی طبیعت په نوی کال کی د ساړه خوب څخه راپاڅیږی او خپله نوی څیره راښکاره کوی هماغسی انسان هم نوی کال دژوند د پرمختیا لپاره یوه ښه لار ګڼی په نوی کال کی طبیعت خپله پاکه څیره راښکاره کوی او انسانان هم د طبیعت په څیر په خپل ژوند کی بدلون راولی .


 


په افغانستان کی نوی کال ته خلک ډیر خوشحاله وی او په ډیرو خاصو مراسمو یی دا نوی کال لمانځی او د افغانستان په ټولو ولایتونو کی نوی کال تجلیلوی اوخاصه توګه په بلخ کی چی د افغانستان دهر ولایت څخه خلک بلخ ته ځی او هلته خپل نوی کال پیل کوی په بلخ کی خاص مراسم په نظر کی نیول شوی وی چی مشهور مراسم یی د (جنډه بالا ) دی چی دا مراسم دنوی کال په لومړی ورځ د هیواد د لویو شخصتونو په واسطه ترسره کیږی چی خلک له ډیرو لرو ځایونو څخه په ډیره مینه ددی مراسمو د لیدلو لپاره بلخ ته راځی


.


په افغانستان کی ډیر نور مختلف مراسم دنوی کال په ورځ ترسره کیږی (هفت میوه)له هغو مهمو خوړو څخه ده چی د نوی کال په ورځو کی په هر کور کی موجوده وی (سمنک)هم د نوی کال له خوړو څخه دی چی دنوی کال په شپه ښځی او نجونی راټولیږی او تر سهاره پوری سندری وایی اوپه ډیره مینه (سمنک)پخوی .


 


 


دنوی کال په ورځ ټول خلک له خپلو کورنیو سره بیرون ته د میلی کولو یا چکر وهلو لپاره تفریحی ځایونو ته ځی او ځینی نور خلک (تپی)ته پورته کیږی او هلته میله کوی ډیری کورنی سره راټولیږی او نوی کال تجلیل وی .
او مختلف تفریحی پروګرامونه دنوی کال په ورځ وی په داسی ورځو کی رسنی هم ډیر ښه پروګرامونه جوړوی لکه :کنسرتونه ،تفریحی پروګرامونه چی ډیر خلک یی خوښوی


.



About the author

160