ژوند او د هغو آزموینه د انسان واکمنۍ ښایی٬ هغه واکمنیانی چی حتی په هغو باندی فکر هم نه کوو او د فکر کولو لپاره د هغو په اړه شاید وخت هم ونلرو او یا هم ډیر ښه دا چی خپل ځان د هغو واکمنیو لایق هم و نه بولو.
زموږ د ژوند ورځی٬ ساعتونه٬ شیبی او ثانیی د تیریدلو په حال کی دی او دغه انسان بی شکره دی چی غافل د دغه نظام نه دی او هیڅ وخت یوه شیبه هم د ژوند مقصد او معنا په اړه چی هماغه آخرت دی فکر نه کوی چی باید د دغه نړی او د آزموینی نه یی بریالۍ تیر شی او د هغه ټولو ښکلاوو ته ورسیږی او د آزموینی نه په موفقه او بریالۍ توکه باندی تیر شی.
هر انسان په ورځنۍ ژوند کی یی د ستونزو او سختیو٬ خوشالیانی سره مخامخ کیږی او ځینی وخت دومره د دغه پیښو سره بند کیږی چی فکر کوی چی خوشالیانو او ستونزو هغه یی د خپل واک لاندی راوړی دی. دغه ټول تقدیر ته اړه لری٬ هغه تقدیر چی مخته د انسان پیدا کیدلو نه لیکل شوی دی٬ دا چی عمر یی٬ ژوند یی٬ دین یی او کورنۍ څومره دی او څوک دی او په کوم ځای کی دی او څرنکه دی.
پاک خدای دغه ټول مخلوق یی بی ځایه نه دی پیدا کړی٬ هر انسان باندی د دغه ژوند مقصد پوه شی چی ولی پیدا شوی دی؟ او د څه شو لپاره دغه ژوند ته رابولل شوی دی؟. د خپل ژوند ښه او بد چی پخپل چلند باندی یی اړه لری وموندی او د هغو سم کولو او پرمختک لپاره کوښښ وکړی. انسان باید پوه شی دغه ګډوډ ځان چی لری کولی شی ټول طبیعت او هغه شیان چی په کی دی د خپل واک لاندی یی راوړی. د هغه مغز نه چی تر اوسه ۱ ٪ یی هم د هغو نه کار نه دی اخیستلی ګټه واخلی او د شیانو ته چی تل د هغو په هیله کی وو لاس وموندی.
د هرات انکس فلم بیت لیندرز نورو مطالبو لوستلو لپاره کولی شی لاندی لینګ وګوری:
http://www.bitlanders.com/herat-womensannex/blog_post