میلمه پالنه

Posted on at


میلمه پالنه


میلمه پالنه د افغانستان د خلکو د فرهنګ یوه ډیره مهمه او په زړه پوری برخه ده چی افغانان د میلمنو سره ډیره مینه لری کله چی یو میلمه د یو افغان کور ته ورشی نو په ډیر ورین تندی د دروازی مخی ته ورځی او په لومړی برخه کی د حضرت محمد (ص) ګفتار یعنی (اسلام العلیکم ورحمة الله و برکاته) او میلمه هم په ځواب کی وایی ( وعلیکم ورحمة الله و برکاته ) او زیاتره میلمانه وایی : آیا میلمه غواړی او د کور خاوند هم په ځواب کی وایی په دواړو سترګو او د کور د خاوند میلمه پالنه شروع کیږی او په لومړی سر کی د کور خاوند چای د وچی میوی او شیرینی سره راوړی ځینی میلمانه د چای له څښلو څخه وروسته ځی او ځینی یی ډوډی هم خوری چی د کور خاوند بهترینه خواړه تیاروی چی زیاتره افغانان د میلمه لپاره (قابلی پلو) یا هم (شوربا) پخوی د کور کوچینی غړی کوزه او چلمچی راوړی او میلمه خپل لاس پکی مینځی وروسته دسترخوان میلمه ته تیاروی او ډیر خوشحالی سره دوډی خوری


.


لکه څرنګه چی په اوسنی وخت کی هو ټلونه او رستورانتونه شته او مسافر خلک هلته ځی مګر په پخوا زمانو کی چی هوټلونه او رستورانتونه نه وو نو پخوانیو مسافرینو به په جومات کی شپه کوله او د کلیو خلکو په واسطه هغو ته ډوډی ورکول کیدله ددی تر څنګ ځینو کلیو مهمان خانه درلودله چی خلکو به د سهار چای د غرمی ډړډی او د ماښام ډوډی به یی سره یو ځای خوړله په ځانګړی توګه د ژمی په موسم کی او په یوه مجلس کی به یی سره قصی کولی ددی تر څنګ ځینی وخت به یی په مهمان خانو کی د موسیقی د آلاتو له غږولو څخه به یی هم خوند اخیستو.


د اسلام له نظره میلمه پالنه


د اسلام په مبارک دین کی میلمه د الله (ج) دوست ګڼل کیږی نو ددی لپاره چی میلمه او مسافر د الله (ج) دوست دی نو باید د هغوی میلمه پالنه وشی ددی تر څنګ زموږ ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) هم د میلمه او مسافر په میلمه پالنه ډیر ټینګار کړی دی ددی تر څنګ په قرآنکریم کی هم د (ابن سبیل ) په نامه یاد شوی دی چی (ابن سبیل ) د لاری زوی یا د لاری مسافر په معنا دی د افغانستان خلک میلمه پالنه خپل د فرهنګ یوه برخه ګڼی د میلمه پالنه ددی ترڅنګ چی د مسافر یا میلمه د خوشحالی سبب کیږی د الله (ج) د خوشحالی سبب کیږی او د انسان د نیکو اعمالو څخه شمیرل کیږی پس پر موږ لازمه ده چی میلمه په وړاندی ښه میلمه پالنه د احترام ولرو تر څو هم میلمه او هم الله (ج) خوشحاله   وی


.



About the author

160