ساینسپوهان په لمر کې د چاودنو له کبله په مځکه کې د توپانونو اټکل کوي

Posted on at


ساینسپوهان وايي چې په لمر کې د چاودنو له کبله به په مځکه کې سخت توپانونه وشي.

د دوی په باور د دغو توپانونو له کبله به نن شپه او سبا ورځ په الیکترونیکي وسایلو او مخابراتي سیستم کې ستونزې پېښې شي.

د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې اټکل شوی چې د لمر پر سطحه به دوې لویې چاودنې په راتلونکو څو ورځو کې په مځکه کې په نسبي ډول د لویو او زورورو توپانونو سبب شي.

ویل شوي چې ممکن د دغو توپانونو له کبله د ټېلفون، راډیوګانو او سټیلایټ یا سپوږمکۍ ارتباطات له خنډ سره مخامخ شي.

راپورونه وايي چې دا توپانونه به د خلکو په شخصي الیکترونیکي وسایلو کې هم خنډ پېښ کړي خو ښايي نن شپه او سبا سهار په فضا کې رنګارنګې وړانګې جوړې شي.

 د امریکا د سمندر او فضا د هوا د وړاندوینې د مرکز رييس توماس برګر وايي، کېدای شي د توپان له کبله له کنټروله وتلی حالت رامنځته نه شي خو دا احتمال شته چې نن شپه ځیني رنګه او ښکلې وړانګې د امریکا په شمال کې ولیدل شي.

توپان د دوشنبې په ورځ له یوې کوچنۍ چاودنې وروسته پیل شو او د چهارشنبې په ورځ د ماښام په شپږ بجې یوه بله مګر لویه چاودنه وشوه.

دواړه چاودنې د لمر په ورته ځای کې وشوې. دا ځای د لمر مرکزي برخه ګڼل کېږي. دواړه چاودنې د مقناطیسي پلازماګانو د ښویېدو او د مځکې لور ته د راوانېدو سبب شوې.

د هغه توپان، چې د مځکې لور ته راروان دی، جیومګناټیک قوت یو شان نه دی اټکل شوی.

د امریکا د اقلیم د ملي خدماتو ادارې د دغه هیواد د برېښنا او د اضطراري چارو د فدرالي خدماتو ادارو ته خبرداری ورکړی چې چمتووالی ونیسي.

 



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160