د مور او پلار حقوق

Posted on at


د مور او پلار حقوق


که څوک پوښتنه وکړی چی تر ټولو زیات حق پر موږ په دی دنیا کی لری ؟ نو په ځواب کی باید ووایو هغه څوک چی زموږ لپاره پر ځان هره سختی راوستی شی هغه مور او پلار دی چی تر تولو زیات زموږ په فکر کی وی چی د کوچینوالی څخه د خپل اولاد لپاره مور شپه او ورځ یی یوه کړی وی تر څو هغه آرامه وی آرامه خوب وکړی او پلار ورته شپه او ورځ کار کوی تر څو هغه ته خوراک او پوشاک ورته تیار کړی د هغوی لپاره زیار وباسی او د هغوی د تحصیل په اړه فکر کوی او په کوچینوالی کی یی په ښوونځی کی شاملوی او د هغوی د ښوونځی اړتیاوی یی پوره کوی او هغوی تشویقوی تر څو د علم لوړی برخی ته ورسیږی او هغوی ته ښه آینده جوړوی


.


نو آیا پر اولاد لازمه نه ده چی ددغو خدمتونو جبران وکړی ؟ که یو اولاد هر څومره د مور او پلار خدمت وکړی نو بیا هم د مور او پلار حقوق نشی ور په ځای کولی نو په اولاد لازمه ده چی د مور او پلار ته په ډیرو ښکلو الفاظو وغږیږی او د هغوی احترام وکړی او د غم او مشکلاتو په وخت کی د هغوی سره مرسته او همدردی وکړی او د ژوند تر ټولو ناتوانه وخت کی یعنی په بوډاتوب کی د هغوی خدمت وکړی


 



همدارنګه زموږ په سپیڅلی دین کی د مور او پلار خدمت واجب دی لکه چی الله (ج) وروسته له دی چی په خپله بنده ګی امر کوی سمدلاسه یی د مور او پلار سره په نیکی او احسان کولو امر کوی تر څو له هغوی سره د نیکی ارزښت او د هغوی لوړ مقام او منزلت څرګندیږی نو هر کله چی مور او پلار دواړه یا یو له دوی د بوډاتوب او بیوسی عمر ته رسیږی نو په دغه وخت کی دی داسی کلمی او الفاظو کارول چی ددوی په وړاندی استعمال نشی چی ددوی زړه پری خفه شی او د هغوی د خفګان او د خواشینتوب لامل شی د مثال په توګه د (اف) کلمه چی که څه هم دا کلمه وړه ده خو د مور او پلار د رنځ او خفګان سبب کیږی نو هیڅ وخت باید دغه کلمه یا داسی نوری کلمی چی د مور او پلار د خفګان سبب کیږی استعمال نشی بلکه د هغه پر ځای له ډیرو شیرینو الفاظو څخه ګټه واخیستل شی تر څو د هغوی د خوښی لامل شی لکه څنګه چی الله (ج) فرمایلی دی ( د الله (ج) قهر او غضب د مور او پلار په قهر او غضب کی دی او د الله(ج) رضا د مور او پلار په رضا او خوشحالی کی دی) نو پر موږ لازمه ده چی د مور او پلار حقوق پر ځای کړی


.



About the author

160