ټولو لراوبرافغانانو ته دلوی اخترمبارکی وایو!

Posted on at


لوی افغان
الله پاک دی لراوبرافغانستان کی سوله، امنیت، ورورولی، یووالی، اسلامی تطبیقی نظام، باثباته نظام، پرخپلو پښو ولاړ اقتصاد ، پرمختللی سیستم منځته راوړی اوله ټولو لراوبرافغانانو می هیله داده چی سولی ته کاروکړو ځکه چی سوله په شعارنه راځی باید ورته هدفمنده ګامونه اوچت شی.
به تمامی افغان ها ازاموتا بحرهند(گوادر)، ازپامیر تا پل اتک وسراسر افغانستان فرارسیدن عید سعید قربان را تبریک گفته به امید صلح سراسری ودایمی درتمامی نقاط کشور علی الخصوص پیشور، وزیرستان، مردان، کویته، چمن، غزنی، لغمان، کنر، هلمند وامثالهم ، ثبات دایمی درمنطقه، اقتصاد پیشرفته، حکومت اسلامی تطبیقی، نظام وسیستم شفاف وبراساس منافع ملی. ازتمامی جوانان وافغان ها خواهشمندم تا بخاطر رسیدن به صلح گام های عملی برداشته وبه خاطر تحقق ان کارهای خستگی ناپذیر کنند. به امید روزی که چشمان مان یکجا شدن فزیکی بلوچستان ازاد وپختونخوا رابه اصلش ازاشغال اولاد ناخلف انگلیس ببیند.
لاندی شعرتاسوته دالی کوم
اختره
اختره ښه شوه چې ته بیا راغلې
زمونږه چم ته په خندا راغلې
اختره ته د خوشحالیو ورځ یې
اختره ته د نیکمرغیو ورځ یې
اختر یاد کړه هغه تیر وختونه
هغه له مونږه چې شول هیر وختونه
ستا استقبال ته به په طمعه وو مونږ
اختره څومره به بې غمه وو مونږ
مونږ به دسیال سره سیالي کوله
تاته مونږ ډیره خوشحالي کوله


خو اوس


اختره نشې چې خفه له مونږه
ګوره ونه کوې ګیله له مونږه
اختره مونږه افغانان یادیږو
ټوله نړۍ کې مجرمان یادیږو
ظالم لاسونو مو خوښۍ اخیستي
زمونږ له ګریوانه یې تڼۍ اخیستي
اختره مونږ په لر او بر قتلوي
ماښام ، سهار او مازیګر قتلوي
پردي راغلي زمونږ هیواد خپلوي
زمونږه زړونه په فساد خپلوي
دیموکراسي دلته په زور خپروي
دا هوډ یې کړی په هرلور خپروي
په خپلواکۍ مو شهیدان شول بې شمار
زمونږه کونډې یتیمان شول بې شمار
اختره درومه مورکۍ مې ژاړي
وړوکی ورور او خورکۍ مې ژاړي
زما په طمعه چې لالا به راځي
داختر ورځ ده خامخا به راځي
خو په څرخي کې بندیوان یمه زه
یم لاس تړلی په خفګان یمه زه
اختره زه د دین په سر یم بندي
اختره زه د دین عسکر یم بندي
اختره ستا هغه مزه نشته ده
چې وه په تا کې نن هغه نشته ده
اختره ځه په مخ دې ښه اختره
زما وطن کې خوشحاۍ نشته دي


زما وطن کې خوشحاۍ نشته دي



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160