په لراوبرافغانستان کی ټول افغانانو اوپه خاصه ټوګه پښتون اوبلوچ تبر ته داختر دغمیزی پیغام

Posted on at


په لراوبرافغانستان کی ټول افغانانو اوپه خاصه ټوګه پښتون اوبلوچ تبر ته داختر دغمیزی پیغام !
لراوبر افغانانو او دامریکایی اوانګریزی اشغال ځپلو ولسه
اسلام و علیکم ورحمته الله وبرکاته
داچی په دا دیرش کالو کی درباندی رنګارنګ تاپی وهل کیږی اوهره ورځ مو رنګارنګ بهانو قتل عام، کوچول، کورونو ورانول ، دمکتب اومدرسی تخریب روان دی. داچی نن راته دسویل ختیڅ ولایاتو په ګود ګود کی دغم اوویر ناری دی.
داچی په وزیرستان، پکتیکا، کابل ، هلمند، غور، تخار، لغمان، پیښور، کويته، بلوچستان او نورو ښارونو کی ماتم جوړ دی او دانګریز په فتوی زما ملا امام، طالب، قومی مشر، انجینر، داکتر، معلم، استاذ، بانفوذه اشخاص ، عام وګړی قتل عام کیږی. داچی په اسلام اباد اوکابل کی دوه ګوداکی منفوری اداری هره ورځ دامریکا اوانګریز دسایس دیوناما جاسوسی اداری پواسطه تطبیقوی.
اوداچی هره ورځ ستاسو په شتمنیو اوزیرمو چورتالان ګد دی، دانسان قاچاق په روښانه ورځ کیږی، ماشومانو باندی جنسی تیری کیږی، ښخی اونجونی په تلویزیونو او محفلوکی ګدول کیږی، دزنا، شرابو، غلا، قمار دروازی خلاصی دی، داچی دسود سیستم په ټولو بانکونو کی دوام لری او ددی ټولو جرایمو اوجنایاتو تاوان دخپل سر په قیمت پښتون اوبلوچ افغان ولس ورکوی
تاسو ته د اختر دغمیزی مبارکی وایم او زما هیله د ځوان ولس نه داده چی راویښ شی اوسره یو شی، دامنحوسه کرغیړنه کرښه نور له منځه یوسی او لراوبر کی خپل قدرت خپله په لاس واخلی . خپل ښوونځی اومدرسی ته خپل امنیت راولی، خپل انسانانوته خپله سوله راولی، خپلی جرګی راژوندی کړی او دانګریزانو اوامریکایانو اوددوی دګوداګیانو په سرونوکوپړی کی اوبه اوڅکی. ددوی ټولی جاسوسی اداری لکه ملل متحد په خاصه ټوګه یوناما چی خپله بی پری توب یی ندی ساتلی له منځه یوسی.
او دخپل ویر او غم غچ به ګده ځینی اخلو!
دلراوبر افغانستان دازادی، ابادی، سوکالی، تعلیم اوترقی په هیله
له اموتراباسینه
له پامیره ترګوادره
له مشهده تراتکه
له سیحونه ترجیحونه
دافغان بچی خاوره او ټول اوسیدونکی یی ورونه قامونه دی! او یو نه بیلیدونکی واحد ملت دی!



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160