دوه خواژه ملگري!!!

Posted on at


په يوه دښت کي روان وه. د سفر په ترڅ کي د دواړو تر مينځ د څه شي پر سر جنجال (خوابدتېا) راغله. يوه يې بل ته پر مخ څپېړه(چپلاخه) ورکړه. مګر هغه يوه خبره هم و نه کړه. ولاړ او د ريگو پر مخ يې وليکل: "نن زما تر ټولو خواږه ملگري پر مخ ووهلم."
دواړو خپل سفر ته ادامه ورکړه. گرمي زياته وه په يو ځای کي يې د اوبو يو ژور ډنډ وليد. دواړه ورغلل چي مخ او لاس پکښي ومينځي مګر د هغه کس پښه وښويېده چې هغه بل پر مخ وهلی وه او نږدې وه چي ډوب سي، خو ملګري يې لاس ور واچاوو او له مړينې يې وژغوره هغه چي کله د اوبو څخه راوختئ، ولاړ او د يوې ډبري پر مخ يې وليکل چي: "نن زما تر ټولو خواږه ملګري زما ژوند وژغوره."
ژغورونکي ترې وپوښتل چې مخکې مې په چپلاخه ووهلې د ريگو پر مخ دي وليکل، او اوس مي چي له ډوبېدو وساتلې د ډبري پر مخ دي وليکل؟
هغه جواب ورکړ: "کله چې څوک بد را سره وکړي بايد بدي يې پر ريگو وليکو چي د تېرېدني او بخښني بادونه يې پاک کړي، او کله چي څوک ښه را سره وکړي، بايد نيکي يې پر ډبري وليکو چې هېڅ باد يې پاک نه کړي."
درس:



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160