په یوه ټولنه او نظام کې څه وخت فساد ریښې کوي

Posted on at


دا چې کله او څنګه یوه ټولنه یا نظام فاسد ګرځي، څه وخت په یوه ټولنه-نظام کې هر ډول اداري-اخلاقي فساد ریښې کوي او هر یوخپل اوج ته رسیږي؛ بېلابېل وجوهات لري چې لاندې به وڅېړل سي. خو تر تحلیل مخکې باید یو خبره ذکر سي،او هغه دا چې زموږ ټولنه اسلامي ده، نظام مو اسلامي دی نوهمداسې مو باید د ژوند هر اړخ په اسلامي اوامرو-احکامو بِنا وي. نه دا چې د هغوی سره په ټکر کې وي. او بل دا چې یوه اسلامي ټولنه -نظام نه یوازې دا چې د هرډول فسق- فساد څخه به خالي وي، بلکه همېشه باید د فساد د ریښو ختمولو ته ژمن وي. خو متاسفانه نن ورځ زموږ په نظام کې اداري فساد بالکل خپل اوج ته رسیدلی دی، ورسره جوخت اخلاقي فساد هم په ټولنه کې زور اخیستی دی. هغه څه خو پرېږده چې موږ نه ورڅخه خبریږو، یوازې هغه څه چې د رسنیو له لارې یې هره ورځ وینو- اورو لکه، ډله اییز جنسی بریدونه، د ښځینه زده کوونکیو ازارونه، اختطاف-تښتونې، او تردې چې پر ماشومانو د جنسي تیري د قضیو د لیدلو شاهدان هم پاتې سوي یو. لنډه دا چې د فساد پر آخري پولو ولاړ یو. مګر مخنیوی یې نه کیږي.؟؟
دا چې ولې نه کیږي؟ زما په فکرڅوعمده علتونه یې په لاندې دول دي:
اول: د نورو پر حقوقو تجاوز –تیری کول
راسئ دا تحلیل وکړو، چې څه وخت په یوه ټولنه کې د نورو پر حقوقو تېری-تجاوز کیږي. په یوه ټولنه کې هغه وخت د نورو پر حقوقو تیری کیږي، کله چې د ټولنې د افرادو څخه ضمیر-وجدان کډه وکړي. او د یوه انسان ضمیر هغه وخت د انسان څخه کډه کوي یا مړ کیږي، کله چې نوموړی انسان د مادیاتو تر آغیز لاندې راسي. انسان هغه وخت د مادیاتو تر آغیز لاندې راځي کله چې انسان د نفس تابع وګرځي. اوس نو کله چې انسان د نفس تابع سو، ددې انسان څخه عقل-شعور دواړه کډه کوي، ضمیر-وجدان یې مړ کیږي، او بالاخره نوموړی انسان د وحشت مدار ته داخلیږي. البته باید ذکر وکړم چې په دې وخت کې انسان د اماره نفس تابع وي، نه د مطمئینة نفس!. او اماره نفس هغه نفس دی کوم چې انسان پر بدو او چټي کارونو آمر کوي، د الهي اوامرو د پابندۍ څخه یې راګرځوي، او په ټولنه کې یې د هر ډول فساد لکه؛ غلا، چور، چپاو، رشوت،-اختلاص، لواطت، زنا، شرابخوري او داسې نورو ترسره کولو ته هڅوي.
د اماره نفس په اړه د الله ج ارشاد دی:” وَمَا أُبَرِّىءُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلاَّ مَا رَحِمَ رَبِّيَ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ “سورة یوسف ، ۵۳ ایة
ژباړه:-
زه ځان بې ګناه نه ګڼم، ولې چې نفس انسان وه بدیو ته هڅوي، مګر پر چا چې زما پروردګار رحم وکړي. ځکه زما رب بخښوونکی او مهربان دی.
د دې آیت شریف څخه مراد او مقصود هم د نفس تابع کېدل دي. الله ج ویلي دي، چې نفس تاسې پر بدو او ناروا اعمالو آمر کوي. یعنی که موږ د نفس تابعین جوړ سوو، نو خامخا به په ټولنه کې فساد کوو. نو ځکه باید شعور-عقل مو تل پر خواهشاتو-نفسیاتو غالبه وي.
دویم: د پردیو عنعناتو- کلتورونو تر تاثیر لاندې راتلل
په یوه ټولنه کې د ټولنیز،اداري او خصوصاً بیا د اخلاقي فساد بل علت دا هم کېدلای سي چې یوه ټولنه د پردیو عنعناتو تر تاثیریا آغیز لاندې راسي. اویوه ټولنه هغه وخت د پردیو عنعناتو تر تاثیر-آغیز لاندې راځي، کله چې حُریت یعنی آزادي په خپل سرۍ –بېباکۍ تعبیر سي. پایله یې هغه سي، چې ټولنه د نظم-تعادل له حالته ووزي او بلاخره د قوانینو ماتیدل د همدې ځایه راپیل سي.
په یوه ټولنه-نظام کې د اخلاقي او اداري فساد د مخنیوي لارې چارې څه دي؟
د فساد د مخنیوي لارې چارې یوازې-یوازې په ټولنه کې د قانون په حاکمیت پورې تړلي دي. د مثال په ډول: کله چې په یوه ټولنه کې کې قانون پوره حاکمیت وه لري او د ټولنې-نظام پر ټولو افرادو یو شان عملي سي؛ نو دلته ټولنه اونظام د فساد څخه پاک کیږي. یا په بل عبارت، کله چې په یوه ټولنه-نظام کې که د نورو پر حقوقو تیری کیږي، یا هم د پردیو عنعناتو تر تاثیر یا آغیز لاندې راځي، او یا د بل هر ډول بدبختۍ، فسق او فساد سره مخامخ کیږي؛ یوازینۍ وجه یې همدا د قانون نه حاکمیت دی. تر ټولو ښه بېلګه یې د افغانستان اوسنی حالت دی.
• همدا د قانون نه حاکمیت او پلې کیدا دي، چې په افغانستان کې مو پردۍ رسنۍ خپلو شومو اهدافو ته د رسیدا لپاره په خلاصه پښه کار کوي. همدا پردۍ رسنۍ دي چې تل یې په افغانستان کې په حساسو وختونو کې سمتي، ژبني او مذهبي اختلافاتو ته لمن وهلې ده. او په شکل د اشکالو یې د خپلو بادارانو د خوښو ساتلو لپاره په افغاني ټولنه کې د قومونو-نژادونو تر مینځ د نفاق اور بل کړی دی.
• په افغانستان کې د قانون نه حاکمیت دی چې جنایتکاران، مفسدین، غله، ټوپکسالار، داړه ماران... تر هر رنګه جنایت کولو وروسته بیا هم په خلاصه پښه –جګه غاړه ګرځي، خو هیڅوک یې مخه نه نیسي. تر دې حده چې حکومتي لوړ پوړي چارواکې مو ووژل سول(لا هم وژل کیږي)، قومي او بانفوذه شخصیتونه مو په مرموز ډول قتل سول(لا هم قتلیږي)، ډاکټر، انجینیر، معلم، عالم... مې په نښه کړل سول(لا هم په نښه کیږي). مثالونه یې ډير دي خوښه مثال یې د کندهار د پخواني آمنیه قوماندان مطیع الله قاطع قتل دی چې په سپینه ورځ ترسره سو او عاملین یې په لومړیو کې د رسنیو پر مخ یوازې د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندلو لپاره راښکاره کړل سول. خو دا چې بیا څه ورسره سول، چیرې ولاړل، څنګه ولاړل؟ ددې پیښې څخه کلونه تیر سول، تردې چې دا دی د کرزي صاحب دوره پای ته وه رسیدل خو خبره تر اوسه پورې مبهمه پاتې ده. نو دا هم د اداري فساد ثمر دی چې دداسې لویو جرمونو مجرمین یا خو په حکومت کې د خپل پراخ نفوذ له امله نه نیول کیږي، او که نیول کیږي هم، نو هغوی بیا بیرته د پیسو په مقابل کې خوشي کیږي.
• کله چې په یوه ټولنه کېد قانون حاکمیت نییست یا کمزوری وی، هلته نو بیا مفسدین او جنایتکاران خورا په دلاوی سره خپلو شومو او ناروا اعمالو ته ور دانګي او سرته یې رسوي. ډېر ښه مثال یې د لغمان پر معصومو افغانو خویندو باندې د ناروا جنسي تیري پیښه وه. چې جنایتکارانو یې خورا په دلاوري سره د آرګ په څنګ کې یوداسې جنایت ترسره کړ چې په هیڅ انساني او اسلامي لحاظ د توجیح وړ نه دی. که چیرې د افغانستان په اوسني نظام کې مجازات-مکافات وای یعنی د قانون پوره حاکمیت وای، نو دې لنډغرو –جنایتکارانو به د آرګ په څنګ کې په دومره سپین سترګۍ سره په داسې غیر انساني اعمالو لاس نه پورې کولای. بله داچې د قانون په نه حاکمیت کې په افغانۍ پرده کې ځینو داسې پردیپالو رسنیو ځای نیولی دی، چې تر ډېره یې پروګرامونه د افغاني کلتور او اسلامي قوانینو سره په ټکر کې دي. مثلاً دا رسنۍ هره ورځ په افغاني ټولنه کې د فحشا خپرولو لپاره پردي بې ګټې–چټې سریالونه، بربنډه او ناروا موسیقي او نورې بېلابیلې خپرونې کوي چې په ننۍ ټولنه کې یې زموږ د اکثریت بې سیواده او خصوصاً بیا د ځوان قشرڅخه د
خپل اسلامي او افغاني ژوند طرزالعمل ورک کړیدی.


نو لهذا، که غواړو چې ټولنه مو د هر ډول فساد څخه یوه پاکه هغه وي، باید چې قانون ته ژمن و اوسیږو. هر ډول مجرم ته د افغانستان د اساسي قانون او په هغه کې بیا د جزا د قانون کوم چې د حنیفي فقهې له مخې ثابت سوی، مطابق سزا ورکول سي. همدا د افغانستان د جزا د قانون د اولې مادې حکم دی، چې پکښې ویل سوي” د جرم ټوله اړخونه ثابت سول، او باید مجرم د حنیفي فقهې په رڼا کې مجازات سي “ . دا چې د افغانستان مقننه قوه( پارلمان) د قانون جوړوونکې هغه ده، او اجرائيه قوه او قضاییه قوه د قانون پلي کوونکي دي او قانون نافذول-عملي کول هم د دهمدوی کار دی. خو دا چې دوی خپله قانون نقص کوي، دلته نو بیا د یوه ریړۍ والا، مزدو، دوکاندار، روزانه والا... څخه ګیله نسې کیدلای. خلاصه دا چې، یوازې-یوازې مو د قانون حاکمیت او په ټولییز ډول قانون ته ژمن پاتې کېدا ټولنه د هر رنګه فساد څخه پاکولای سي، او بس. ان شاء الله
پای



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160