افکار

Posted on at



په ځنګل کې بیزو او ګیدړې پر فلسفي خبرو بحث روان کړی وو، بیزو ورته وویل: ګیدړې خورې! ما اوریدلي چې نن سبا د انسانانو خپل منځي حالت ډیر خراب دی ، ځمکه د دوي پر مخ ورځ پر ورځ تنګیږي .
ګیدړه: هو بیزو جانه! اوریدلي خو ما هم دي اوس به دا انسانان زموږ ځنګلونه خواته مخه کړي ، د دوي نفوس ورځ په ورځ په زیاتېدو دی ، لوړو بیو او لوړو قیمتونو د دوی ملا ور ماته کړي، د ځمکې پر مخ د اوسیدو لپاره ټول ځایونو ډک شوي او دوی د چرګانو غوندې په مرغانچو کې ژوند تیروي.
بیزو: ما خو دا هم اوریدلي چې دوی پر خپل منځ کې نه سره جوړیږي او د یوه بل سر وهلو ته ناست دي.
ګیدړه: هو بالکل ! تا صحیح اوریدلي دوی پر خپلو منځ کې د یوه بل تباهي ته ناست دي ، څوک د مذهب پر نوم وژل کیږي ، څوک د ژبې او سمت په نوم او څوک هم د توکم او ...
بیزو: دا خو سمه خبره نده کنه ګیدړې خورې ! داسې خو به دوی ټول له لوږې مړه شي او پاتې نور به د بارودو ښکار وګرځي.
ګیدړه: نه بیزو جانه ! داسې نه ده له لوږې یواځې غریبانان مړه کیږي ، په بارودو غریبانان وژل کیږي؛ لوږه ، تنده او بارود دا د سرمایه دارو او جګپوړو چارواکو څخه ډېر لرې دي.
بیزو: دا خو نو زموږ غوندې قانون ،حساب او کتاب لري؛ په موږ کې تر ټولو طاقتور او پياوړی ځناور زمری دی ، هر کله او هر څوک چې وغواړي ښکار یې کوي.
ګيدړه : هو بالکل همدې ته ورته دی!
بیزو: زه خو غواړم چې دوی دې په اتحاد ، اتفاق او په یووالي کې سره ژوند وکړي کنه دوی به له ځان سره موږ هم د تباهي په لور یوسي. له همدې انسانانو له لاسه زموږ د ځناورانو بیلابیل ډول نسلونه له منځه تللي دي او ځینې په موږ کې داسې هم دي چې ورو ورو په ختمېدو دي او دا لړۍ همداسې روانه ده .
ګیدره: هو ته صحیح وایې که دوی همداسې پر یو بل بمونه وغورځوي، له یوه بل څخه رزق واخلي ، د یوه بل حقونه تر پښو لاندې کړي او یوه بل ته په سپک نظر وګوري او یا هم د مذهب په نوم، د غیرت او د لوږې تندې په نوم یو بل سره وټکوي، په دې کې هیڅ شک نشته چې له دوي نه به په دې نړۍ کې پرته له یوه داستانه بل څه پاتې نشي.
بیزو: ګیدړې خورې ! دا انسان خو ځان ډېر پوه بولي او خپل ځان له موږ نه ښه او غوره ګڼي خو نن چې زه د دوي کومې کړنې ګورم ماته له ځانه ټیټ ښکارۍ.
ګیدړه: دا صحیح ده چې خدای ج انسان په ډېر ې مینې او ښایسته صورت سره جوړ کړ او ده ته یې د ټولو مخلوقاتو پر وړاندې فوقیت او برتري ورکړه خو نن همدا انسان د خدای ج نافرماني کوي او خپل سفر کښتی یې پر غلط لوري روانه کړی دی.
بیزو: زه خو ډاریږم چې خدای مه کړه بیا کوم عذاب را نازل نشي.
ګیدړه: خدای د نه کړي که داسې وشي نو موږ به هم له ځان سره ختم کړي او له دوي سره سره د دوي د کړنو جزا به موږ هم ووینو.
بیزو: کاشکې! چې زموږ سره دومره طاقت وای چې موږ دا انسانان له دې نړۍ څخه شړلي وای.
ګېدړې : بیزو جانه...!!!آخر تا هم د انسانانو په څېر مغرضانه افکارو ته په ذهن کې ځای ورکړ چې زه او زما کور دې وژغورل شي او نور ټول دې مړه شي .
بیزو: نو ته ووایه چې آیا موږ هیڅ هم نشو کولای؟
ګیدړه: هو ! موږ هیڅ هم نشو کولای ته خپله فکر وکړه انسان به زموږ خبره څنګه ومني ؟ دی خو ځان ته د ځمکې پر سر تر ټولو ستر او عقلمند مخلوق وايي.
بیزو: نو موږ به څه کوو ؟ آیا تر آخره به همداسې چوپه خوله ناست وو؟
ګیدړه: هو زموږ له وسه هیڅ نه ده پوره! بس دې ته به ګورو چې موږ د دې انسانانو له خوا کله له منځه یوړل کیږو.
راځه چې اوس کور ته لاړ شو اوس ډېره ناوخته شوي، داسې نشي چې موږ دلته پر فلسفي خبرو لګیا اوسو او هلته زمری زموږ ماشومان وخوري.
کاشکې! چې زموږ سره هم د خپلو راتلوونکېو نسلونو فکر پېدا شي



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160