د سیاسي بحران د قفل پرانستل

Posted on at


د ولسمشرۍ د ټاکنو نتایج منل د افغانستان د اوسني سیاسی بحران د قفل د پرانیستلو کلي ده . که دا قفل په دې کلي پرانستل شي نو لانجه به ختمه شي . د اصلاحاتو او همپالنې او همداشان د تحول او تداوم دواړو ټیمونو ته ښايي چې دا کلي په لاس کې واخلي او دا قفل پرانیزي او په دې ډول دې بحران ته خاتمه ورکړي ، د افغانستان د خلکو د صبر کاسه لبریزه شوې ده او نور صبر نه شي کولای . دا د دواړو ټیمونو په ګټه ده ، دا په هیواد کې د سولې او امنیت په ګټه ده ، دا د ولس د رفاع او ښیګڼې په ګټه ده چې نور د ټاکنو د پایلو اعلان ونه ځنډیږي. که څوک دا سوچ کوي چې د ټاکنو د پایلو په نه منلو به څه لاس ته راوړي نو په دې خبره دې پوه شي چې دا لویه تیروتنه ده او پرته له نقصان نه به هیڅ ګټه ونه کړي . د افغانستان خلک د ټاکنو د نتیجې د اعلام انتظار باسي ، ورځې شپې شماري ، بین المللي ټولنه به د افغانستان له هغه حکومت سره معامله کوي، کوم چې د ټاګنو په پایله کې منځ ته راشي ، بین المللي ټولنه له هغه حکومت سره اړیکې نه ټینګوي چې د زور له لار ې او غیر قانوني لارې منځ ته راشي . په تمامه دنیا کې د انتخاباتو کمیسیونونه جوړیږي ، انتخابات کیږي او د انتخاباتو پایلې منل کیږي او په نتتیجه کې حکومت جوړیږي . که دا داسې حکومت په افغانستان کې جوړ نه شي نو بین المللي ټولنې ته به د منلو وړ نه وي. هیله ده چې ټولې ذیدخله خواوې به د وخت نازکۍ او د حالاتو حساسیت ته په توجه سره قدم پورته کړي



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160