!!! سپيني خبري !!!

Posted on at


!!! سپيني خبري !!!
دي کي شک نشته چه همګرايانو دتحول دټيم له چپتيا او داشرف غني صيب له بي حده تنازلنو او دګټونکي ټيم له حقه حقوقو تيريدلو ډيره ښه او وچته استفاده وکړه .
اول : خپل عمده شرطونه يي په اشرف غني ومنل کوم چه 13 کاله کرزي نه وو منلي ، هغه دا چه په اساسي قانون کي تغير او تبديل او نطام په راتلونکي کي صدارتي کول او په قدرت کي دګټونکي ټيم سره ځان شريکول دي .
په دي کي شک نشته چه ددوي شرکت په حکومت کي په دي کچه دوي ته نور هم ددي لار برابروي او دا جرآت ورکوي چه په راتلون...کي کي حکومت ته له دننه داسي خنډونه پيدا کړي چه په خپله پنځه کلنه دوره کي له خلکو سره خپلي کړي وعدي پوره او عملي نشي کړاي او په خپلو وعدو کي پاتي راشي په دي حالت کي څوک عبدالله او دهغه ټيم نه ملامتوي او دحکومت دناکامي ټوله پړه به داشرف غني او دهغه دټيم په غاړه وي بيا به اشرف غني صيب په خپلو کړو پښيمانه وي خو وخت به تير وي او په لاس به څه نه ورځي .
دوهم : په حکومت کي مقابل لوري په دي کچه شريکول عام خلک او خصوصا هغه چا چه دتحول او تداوم ټيم ته رايه ورکړي په دي شک کي اچولي چه په ريښتيا هم لويي درغلي شوي او همدا لامال دي چه مقابل لوري ته په حکومت کي دومره امتيازات ورکول کيږي ، او دا انتخابات نه بلکه دامريکا يوه لوبه ګڼي چه دواړه طرفو ته دامريکايانو دمزدورانو په نظر ګوري او دا په راتلونکي کي دهمګرايانو په ګټه وي .
دريم : په راتلونکي کي او ددويم ځل لپاره به دتحول او تداوم دټيم ملاتړي عام او له سياست څخه لري خلک او خصوصا پښتانه هيڅکله په دي ټيم او خصوصا په اشرف غني باندي خپل باور ونکړي ځکه هغوي همدا اوس هم داشرف غني له دي تيروتنو ډير ناراضه او په قهر دي او په دي عقيده دي چه اشرف غني ددوي له رايو دفاع نشي کولاي او يا ددوي درايو دمعامله کونکي په ستترګه او يا به دامريکا دمزدور په سترګه ورته ګوري .
نو همګرايان په دي کار وتوانيدل چه دتحول ټيم او خصوصا اشرف غني باندي خلک بي باوره کړي .
که اوس په دي حالت کي او يا په راتلونکي وقت کي عام او له سياست نه لري خلک او خصوصا پښتانه ټوټي ټوټي کيږي او يا په طالب او ترورست پسي ځي پړه او مسؤليت به يي دپښتنو په ناکامه سياستمدارانو او خصوصا ډاکتر صاحب اشرف غني په غاړه وي

نو بنا په ذکر شوو دلايلو زمونږ ځوانانو غوښتنه له داکتر صاحب اشرف غني څخه داده چه که چيرته سمه او پاکه حکومتداري غواړي ديو په سلو 1% کي قدرت هم بايد هيڅکله ونه ويشي ځکه دقذرت دويش په نتيجه کي به اوسني سردرد په راتلونکي کي خداي مکړه په سرطان بدل شي ځکه که دا خلک دحکومت دننه هم وي نو دحکومت دناکامولو او ورانولو کوشش او هڅي به کوي



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160