معرفت

Posted on at


تعامل او چلند د پېژندلو او معرفت په تناسب سره تر سره کېږي، د بېلګې په توګه که یو شخص په الوتکه کې سفر کوي او په خوا کې له ناست شخص سره مجلس پیل کړي او د خبرو په جریان کې ورته معلومه شي چې په خوا کې ناست شخص یې د ملک یو حکومتي وزیر دی تاسې څه فکر کوئ چې د خبرو او تعامل په بڼه کې به یې د وزیر د احترام یا ډار له امله بدلون راشي او که به په پخواني ډول سره خپلو خبرو او تعامل ته دوام ورکړي؟ له پېژندلو وروسته به یې هرو مرو په تعامل، چلند او خبرو کې بدلون راځي.


نو د تعامل بڼه د معرفت او پېژندلو په کچه پورې تړلې ده هر څومره چې معرفت زیاتېږي په هماغه اندازه تعامل تغیر خوري او دا هغه څه دي چې موسی علیه السلام ته په غره باندې د الله تعالی جل جلاله د عظمت او لويي د اثارو له لیدلو وروسته ور پېښ شول او بې هوښه پرېووت، کله چې را بیدار شو نو ويي ویل: (فَلَمَّا أَفَاقَ قَالَ سُبْحَانَكَ تُبْتُ إِلَيْكَ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُؤْمِنِينَ) الاعراف ۱۴۳. د معرفت د زیاتیدلو لامله یې وویل چې زه تر ټولو لومړی مومن یم، که اوسني مسلمانان هم الله تعالی جل جلاله په رښتتینې توګه سره وپېژني نو بیا به یې له الله تعالی جل جلاله سره تعامل دا رنګه نه و



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160