کلنټن: پر ایران د اټومي برید مسئله لا هم د مېز پر سر پرته ده

Posted on at



د امريکا ولسمشرۍ ته د ډيموکراټ ګوند نوماندې هلري کلنټن يو ځل بيا پر ايران د احتمالي بريد خبره وکړه. نوموړې زیاته کړې، چې پر ايران د بريد مسئله اوس هم د مېز پر سر پرته ده. هيلري کلنټن په زغرده ويلي، چې په منځني ختيځ کې له اسراييلو دفاع د دوى اخلاقي دنده ده د مخالف ایران پر وړاندې یې د هغه هېواد ملاتړ کوي. بلخوا جمهوري غوښتونکي نوماند ډونالډ ټرمپ پر ایران د احتمالي برید په اړه د کلنټن څرګندونې د هغې له سویې پورته بللې دي.



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160