امریکا د ترهګرۍ په تور یو افغان کډوال نېولی

Posted on at



امریکا د ترهګرۍ په تور یو افغان کډوال نېولی


متحده ایالاتو ته په ناقانونه توګه تلونکي یو شمېر کسان چې له ترهګرو سره پر لاس لرلو یو تورن افغان هم په کې شامل دی نېول شوي دي. د واشنګټن ټایمز د راپور له مخې؛ دغه کسان مکسیکو سره پر پوله نېول شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې؛ په نېول شوو کې یو افغان هم شامل دی، چې په امریکا یا کاناډا کې يې د ترهګریز برید پلان درلود. امریکايي پوله ساتونکو پولیسو ویلي، چې د دغه افغان نوم د ایف بي آی ادارې د پلوټونکو په لېست کې هم شامل دی. دوی د نېول شوي افغان نوم نه دی په ډاګه کړی او نه یې دا ویلي، چې هغه له کومې ډلې سره تړاو لري.



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160