د ژورې خواشېنۍ او ډاډ ګیرنې پيغام

Posted on at


د ژورې خواشېنۍ او ډاډ ګیرنې پيغام


په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازی انجنیر شیرولي وردګ تېره ورځ د یو ناځوانمردانه تروریستي برید په پېښه کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او د تل لپاره يې د فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
انالله وانااليه راجعون
مرحوم انجنیر شیر ولي وردګ تېره ورځ په پلازمینه کابل کې د پنځمې امنیتی حوزې قمبر څلور لارې سیمه کې خپل کور ته نږدې هغه مهال په شهادت ورسید چې د ار واښاد د کور ترڅنګ دبرښنا په نصب شوي صندوق کې ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکویو پرې چاودنه وکړه، ددښمن په دغه ډارن برید کې د ارواښاد شیرولي وردګ ترڅنګ دوه تنه شهیدان او یوولس نور ټپيان شول.
مرحوم انجنیر شیرولي وردګ د وطن،خاورې او ولسونو یو رښتینی او صادق خدمت ګار ؤ چې په دې لار کې يې دهیڅ راز ستړیا احساس نه کاوه،دلغمان د ادارې او ولسونو په استازیتوب د ارواښاد مړینه یوستره ضایعه ګڼم ،دمرحوم کورنۍ او دوستانو ته د خپلې خواشېنۍ او تسلیت مراتب


وړاندې کوم او د لوی څښتن تعالی له سپېڅلې دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او دپېښې ټپيانو ته دعاجلي روغتیا غوښتونکي یم.


 




About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160