عقل څه شی دی

Posted on at



عقل څه شی دی؟


د معراج په سفر کی جبراییل (ع) پیامبر (ص) ته وفرمایل :څرنګه چی سخت سفر لری الله (ج) په دی سفر کی دری فرشته ګمارلی چی یوه باید انتخاب کړی !


د عقل فرشته ـ ایمان فرشته – حیا فرشته


نو په دی وخت کی پیغمبر (ص)د عقل فرشته انتخاب کړه .


جبراییل (ع) ورڅخه وپوښتل څنګه دی د عقل فرشته انتخاب کړه .


پیامبر (ص) وفرمایل :هر څوک چی عقل ولری ایمان او حیا هم لری



عقل د علم پایه ده او کولای یی شو چی د نور سره یی تشبه کړو چی انسانان یی د جهل او ظلم څخه وژغورل عقل یعنی ښه فکر کول یعنی پوه شی چی څه رقم د ذهن ،زړه او د نظم او احساس څخه استفاده وکړی عقل یو څراغ دی چی موږ د ظلم څخه ژغوری که چیری وغواړو قدرت ولرو نو په خپل عقل باید باور ولرو عقل هم لکه خوښی او غم یو الهی داد دی او موږ ټول د عقل په یو میزان سره دی نړی ته راځی


.


ولی د ژوند هب دورو کی یعنی مختلفو دوره کی او د تجربو په سرته رسولو کولی شو چی دی الهی داد ته پر مختګ ورکړو د هر انسان په دی دنیا کی دا دنده ده چی خپل عقل ته پیشرفت ورکړی او په دنیا کی سر لوړی او سوکاله ژوند وکړی عقل ډیر مهم دی د عقل په واسطه کولی شو خپل ژوند ته پرمختګ ورکړو ډیر انسانان دی چی عقل یی ډیر کمزوری دی او ډیر بد کارونه سرته رسوی د عقل په پرمختګ کی تعلیم دیر مهم رول لو بوی .


د عقل په واسطه کولای شو چی د ژوند هره مرحله په ښه توګه سرته ورسوو د هر شکل سره په ښه توګه برابری وکړو کله چی انسان عقل ولری نو هر څه لری او حضرت محمد (ص) همیشه په عقل باندی تاکید کولا کله چی انسان عقل ونه لری هغه انسان نیمګړی دی د عقل په واسطه هره نیمګړی لاره به تکمیله شی د عقل په واسطه کولای شو چی په هره لارکی استقامت وکړو اوپه ښه توګه په خپل نفس باندی اعتماد ولرو په دی نړی کی الله (ج) په یوه اندازه ټولو انسانانو ته عقل نه دی ورکړی یو څوک ډیر عقل لری او بل څوک لږ عقل لری خو بهتره انسان هغه دی چی خپل عقل ته انکشاف او پرمختګ ورکوی او همیشه روښانه فکر ولری


.



About the author

160