غوره خلک

Posted on at


غوره خلک
غوره خلک هغه اشخاص دی چی هم په دنیا او هم په آخرت کی نیکمرغه او کامیابه اوسی غوره خلک په یوه ټولنه کی هغه اشخاص دی چی د غوره اخلاقو او اعمالو خاوندان وی غوره خلک هغه دی چی خیر او ګټه یی نورو ته ورسیږی ددی تر څنګ ځینی مهم خصلتونه په ځان کی ولری د مثال په توګه :امانتداری ، سخاوت ، صداقت ، وفاداری ،نیکه ژبه او داسی نور خصلتونه په ځان کی ولری


.
د ځینو خلکو په نظر غوره خلک هغه دی چی ښه نسب ولری یا هم مالداره وی ځکه موږ نه پوهیږو چی هغه پیسی یی د کومی لاری څخه لاسته راوړی دی ځکه شاید دغه پیسی یی د کومی حرامی لاری څخه لاسته راوړی وی د مثال په توګه :د غلا څخه یی لاسته راوړی وی او هغه اشخاص چی د بل چا په مال باندی تیری کوی هیڅکله هم د غوره خلکو له ډلی څخه نه دی


بلکی غوره خلک هغه دی چی خیر او ښیګنه یی نورو ته ور ورسیږی لکه څرنګه چی زموږ ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) فرمایلی دی ((خیر الناس انفعهم للناس )) ژباړه ((په انسانانو کی غوره خلک هغه اشخاص دی چی خیر او ښیګنه یی نورو ته ورسیږی )) ددی تر څن الله (ج) فرمایلی دی چی هغه اشخاص چی له نورو سره مرسته کوی الله (ج) همیشه د هغوی سره مرسته او کمک کوی غوره خلک هغه دی چی خیر او ښیګنه یی نورو ته ور ورسیږی د مثال په توګه : که یو څوک وږی وی نو هغه ته دی ډوډی ورکړی او یا که څوک پوروړی وی نو د هغه پور په ورکولو کی دی مرسته وکړی


.
الله (ج) ټول مسلمانان خوندی او ورونه ګڼلی دی نو ددی لپاره باید په ټولو کارونو او د ژوند په امورو کی له یو بل سره مرسته او کمک وکړی تر څو هم پدی دنیا او هم په آخرت کی د خیر او خوشحالی او ښیګنی ژوند ولری ځکه الله (ج) ډیر رحیمه ذات دی لکه څرنګه چی وایی یو بد عمل شخص وو چی هر ډول بد کارونه یی ترسره کول خو یوه ورځ کله چی له لاری څخه تیریدلو نو په لاره کی یی یو تږی سپی ولیدو دغه سړی په خپله خولی کی د لونګی په واسطه د څاه څخه یی اوبه را ووښکلی او تږی سپی ته یی ورکړی او د هغه ژوند ته یی نجات ورکړو نو الله (ج)دده په یوه ښیګنه باندی هغه ته د جنت دروازی پرانستلی او د هغه ټولی ګناهونه یی وبښلی .



About the author

160