اسراف

Posted on at


اسراف


اسراف یو له هغو ناروا او حرامو اعمالو څخه دی چی د اسلام له نظره حرام دی لکه څنګه چی الله (ج) اسراف حرام ګڼلی دی


.


اسراف یعنی هر کله چی یو شی زیات شی نو د هغوی زیات لګښت ته اسراف ویل کیږی یا هم په بله وینا د ضرورتونه نه پرته د مال او پانګی بیځایه مصرفولو ته اسراف ویل کیږی اسراف له کوچنی پانګی څخه نیولی تر ډیری شتمنیو پوری د هغه په اسراف کولو کی جلو ګیری وشی


.


اوبه هغه ماده ده چی په زیاته اندازه په طبیعت کی په وړیا توګه پیدا کیږی اما باید د هغه په استفاده کی هم زیاته توجو او پاملرنه وشی ځکه چی کیدای شی چی د زیات اسراف له امله دغه سرچینی شاید پای ته ورسږی او د نوی نسل ژوند په خطر کی واچول شی لکه څرنګه چی زموږ سپیڅلی دین اسلام د ټولو ژوندیو موجوداتو لپاره د ژوند نظم یی منځ ته راوړی دی لکه څرنګه چی مخکی مو هم یادونه وکړه چی اوبه په طبیعت کی تر ټولو زیاته ماده ده اما الله (ج) فرمایلی دی چی حتی اودس چی د اسلام د ارکانو څخه دی نو بیا هم باید په اودس کی هر غړی دری دری ځلی پریمنځل شی او کچیری زیاتی استعمال شی نو په اسراف کی شمیرل کیږی نو باید په هر کار کی له اسراف کولو څخه ډډه وکړو


.


ددی تر څنګ الله (ج) اسراف کوونکی یی د ناوړه صفتونو خاوندان ګڼلی دی او الله (ج)په قرآن کریم کی اسراف کوونکی اشخاص یی د شیطانانو سره یی تشبیع کړی دی ځکه چی شیطانان د الله (ج) د نعمتونو په وړاندی شکر نه باسی او یو شی بی ځایه او په نامناسب ځای کی کاروی چی دغه صفتونه د انسان د ګمراهمی او د ټولنی د فساد او په شخص کی د شیطانی خواصو د پیدا کیدو سبب کیږی چی په دغه کارونو کی شیطانان د انسان سره کمک کوی او ناوړه اعمالو ته یی هڅوی دغه کارونه یو انسان ټولنی ته بد معرفی کوی او د انسان د ناکامی او بد نامی لامل کیږی


.


د اسراف کولو څخه ډډه کول


لکه څرنګه چی مو وویل اسراف حرام عمل دی ځینی مالداره خلک شته چی د پیسو په مصرفولو نه پوهیږی او بی ځایه یی مصرفوی نو د یو شخص لپاره لازمه ده چی ددی پرځای چی ځان په ناروا کارونو او ګناهونو باندی مبتلا کړی لازمه ده چی ددی پرځای له یو خپل بیچاره او غریبه سره مرسته وکړی او په لومړی سرکی دی د خپل مال صدقه ورکړی او وروسته د هغی څخه د خپل وس او توان سره دی له خپلو خپلوانو او هیوادوالو سره دی مرسته وکړی تر څو د هغوی په مال کی هم د الله (ج) د برکت او حکمت سبب شی او یوه ښکلی ټولنه د اسلام د دین په ړنا کی منځ ته راشی




About the author

160