سياسى معاملې

Posted on at


چا وهلې د تقلب نعرې او چا وهلې د نه منم او نه منم نعرې 
چا نڅولې د نارنجى انقلاب او پنجشيرى انقلاب برگې جنډې 
نن چوپه خوله ولاړ وو دارگ دروازه كي ويل يي ، پښتانه ډير جگلټى دى يو څو پئ مخى هم ورسره ښه دى دننه ارگ كي چې گرموى د ارگ محفلونه او د ارگ ميلې
وايمه دا څومره زر بدليږى دا سياسى خلك او دا سياسى معاملې 
عبدالله صيب پرون ويل ، چى زه پاچا يم په گډوډۍ كې مخكې له هرچايم خو نن 
يمه اجرايوى ريس جو ړووم به حكومت ته غټې غټې دسيسې 
خو چى تاسو خفه نشئ داسياست دې پكې روا دى ددروغو او نارواوو بيشميره مسئلې 
تاسو ته به ښه په ياد وى
پرون اوريا هم وو دوينو دويالو په هيله، عطا وو د موازى دولت په لټه، خپرولې يي خپلې خيرنې انگازې 
خو نن ټيټ سر په ټيټو سترگو په دولت ننوتى، لټوى د خپلو گټو خپلې خپلې وزارت خانې 
خو زه دې غريب ته يم حيران چى 
خوارنشويه غريبه ستا ستونې هسې كيناست نعرې ستا وې او پكې سنچاركى اوكړې مزې



او ما خو لا پخوا درته ويلى وو چې دا د غټ خيټو غومبر پريږ ده بيا به بادوې په خپل سر خاورې ايرې
دوئ خپلو منځو كې جوړ دى ما او تا خرڅوى ، نن په دې څوكۍ سبا په هاغې ، ته خرڅوه تورئ او هندوانې دا سياست او دا دى سياسى معاملې.



هغه چا څنگه ويلى:
"چې ډم د چا نه خپليږى او سياسى خلك هم تل نه ملگرى كيږى" نن ستا سره سبا دبل سره كنه نو سياف صيب به فتوا در كړى چې باور مو شى.




About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160