دپښتنو مشرانو ته داشرف غني سپکاوي

Posted on at


دحزب وحدت لخوا په يوه جوړه شوي غونډه کي چه ويل کيږي ددي ګوند غړي داشرف غني او عبدالله له توافقنامي ناراضي دي خليلي دخپل ګوند غړي راغوښتي وو تر څو اشرف غني ددوي نيوکو او اعتراضونو ته مخامخ جوابونه ووايي اشرف غني ددي حزب مشرانو او غړو ته په وينا کي دري تيروتني وکړي چه په لنډه توګه يي يادونه کوم ،
اول : امان الله خان تحول راووست خو اجتماعي عدالت يي رعايت نکړ که هغه اجتماعي عدالت رعايت کړاې واي نو اوس به افغانستان له جاپان سره برابر واي .
دوهم : په پوهنتونو کي به دجعفري فقهي دتدريس لپاره عملي اقدامات کيږي
دريم : هيڅ قانون به عملي نه شي تر څو دانش صيب نه وي امضا کړي .
په لومړي ټکي کي غني صيب دپښتنو ستر اتل امان الله خان ته غټ سپکاوي او ووهين وکړ . خبري ډيري دي ځان به نه رسوا کوو خو زه غني صيب ته دومره وايم چه مونږ په اوسني دټکنالوژي زمانه اوحالت کي چه ددنيا څلويښت دولتونه هم درسره دي افغانستان کنټرولولي نشو لري نه ده سبا به ته هم معلوم شي نو ته څنګنه په امان الله خان نيوکي کوي سره ددي چه هغه خپل وخت کي وتوانيده چه يو واحد افغانستان جوړ کړي او له حدودو څخه يي دفاع وکري او تا ريخ ښودي چه دهغه په وخت کي ټولو مساوي حقوق لرل او پر هيچ چا ظلم نه دي شوي نو ته پر کوم جرآت او کوم دليل په امنان الله خان نيوکي کوي .
محترم غني صيب ته دپښتنو په رايو ارګ ته ورسيدي او په رايو دي ورته معاملي شروع کړي دي پردي پال مه جوړيږه پښتانه نور تاته ددي اجازه نه درکوي چه دنورو دخوشحالولو لپاره دوي او ددوي داتلانو سپکاوي او توهين وکړي که داسي نه وي بيا پښتانه دي ته مه اړباسه چه نور ښکاره اقدامات وکړي بيا به هغه ستا او دپښتنو په ضرر وي .
دوهمه خبره په پوهنتونونو کي دجعفري فقهي په تعليمي نصاب کي شاملول او دهغي تقرر ددنيا له اعرافو سره يو مخالف کار دي ولي چه شيعه ګان يو اقليت دي داقليت رايه او مذهب په اکثريت تحميلول يو ناشوني کار دي
زه دا فکر کوم چه تا له پخوا دي خلکو ته دا غلطي وعدي ورکړي نو چاته ددي وعدي مه ورکوه پخوا هم دا اقدامات شوي وو خو په ټول افغانستان کي دخلکو او خصوصا محصلينو له سخت عکس العمل سره مخامخ شول دا يو غير عملي کار دي خپل ځان مه ستړي کوه او ځان ته کار مه ګوره .
له اوسه او له ټولو سني مذهبه خلکو او محصيلنو زما دا خواهش دي چه له دي کار سره په ټينګه او کلکه خپل عکس العمل وښيي او په هيچ صورت کي يي ونه مني .
دريم . نه پوهيږم له دي خبري چه هيڅ قانون به ددانش له امضا پرته نه عملي کيږي او له نورو ټولو کمزوره خبرو ستا مقصد څه وو .
جنابه که دا دي مقصد وي چه دقانون په هره ماده کي دي دشيعه ګانو خاص مصلحتونه دملي مصالحو په ځاي په نظر کي ونيول شي داسي قوانين به افغانان هيڅکله هم ونه مني او ستا دغاړي تلک به وګرځي .
زما خواهش داشرف غني صيب څخه دا دي چه پښتنو ته دناپوهانو او نا توانو نظر مه کوه او پردي پال مه جوړيږه ددوي دشتون اونفوس په اندازه چه دافغانستان 65% وګري دي په قدرت کي په همدا پيمانه شريک کړه که داسي نه وي بيا به همدا ستا خپل کارونه ددي سبب وګرځي چه پښتانه به دي دابد لپاره ورټي او همدا به ستا دمختوري اوناکامي او شرمندګي سبب وګرځي .
که زما په خبر دي باور نه کيږي ورشه له حکمتيار نه پوښتنه وکړه خپل قوم ته يي توجه ونه کړه دحزب اسلامي ټول شته يي دسمت شمال او شمالي په خلکو او مجاهدينو مصرفول کله چه دحقيقت اوضرورت ځاي او وخت راغي له احمد شاه مسعود مزاري او جنرال دوستم څخه يي دفاع وکړه په دي وخت کي بيا پښتنو هم له حکمتيار څخه مخ واړاوه او همکاري يي ورسره ونه کړه او ونه دريدل نو ته هم خپله پښه په تبر مه وهه چه تر ټولو ړومبي دي خپل څان ژوبلوي .
پر پښتون قوم دي الله رحم وکړي حيران پاتي دي چه نور په چا اعتبار وکړي هر چا ورسره خيانت وکړ خو هر خيانت کوونکي به دخپل خيانت به جزا رسيږي



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160