د خوړو او خوړلو تر منځ توپیر

Posted on at


د خوړو او خوړلو تر منځ توپیر
د خوړو خوړل یو له مهمو ورځنی عادتونو او کارونو څخه شمیرل کیږی چی د انسان د شخصیت ښودونکی دی او د هر هیواد د فرهنګ له یوی برخی څخه شمیرل کیږی .
په افغانستان کی د خوړو خوړل : افغانان زیاتره دری وخته ډوډی خوری چی د سهار چای د ماسپښین ډوډی او د ماښام ډوډی ده چی اصلی خواړه یی د ماښام ډوډی وی ځکه چی زیاتره د کورنی غړی د ورځی له خوا په کارونو کی مصروفه وی او د شپی له خوا خپلو کورونو ته راځی او ټوله کورنی سره یو ځای کیږی او ډوډی خوری چی د کورنی ټول غړی د یوه دسترخوان شاوخوا ته راټولیږی



او زیاتره افغانان په لاس باندی ډوډی خوری او ډیر کم له پنجه ، قاشق او کارد څخه ګټه اخلی .
مهمانی کول هم یو له مهمو رسمو څخه دی کله چی یو څوک چاته مهمانی کوی نو د مهمانی لپاره څو دقیقی مخکی او یا هم په دقیق زمان ورځی او په ډیره خوشحالی سره یی ډوډی خوری وروسته له ډوډی خوړلو څخه چای څښی او دوه یا دری ساعته نور هم پاتی کیږی او وروسته تری مننه کوی او خپل کور ته ځی


.
چی زیاتره له افغانی او محلی خوړو څخه ګټه اخلی د بیلګلی په توګه : قابلی پلو ، ازبکی پلو ، ماش پلو، قورمه ،کفته ،منتو ، آشک ،دوپیازه ، سابه او داسی نور خواړه پخوی .
د بهرنیو د خوړو خوړل : د بهرنیان اصلی خواړه هم زیاتره د ماښام ډوډی وی او زیاتره دوه وخته ډوډی خوری چی سهار او ماښام یی خوری چی لکه څنګه چی مو وویل اصلی خواړه یی د ماښام ډوډی ده چی ټول د یو میز شاو خوا راټولیږی او په څوکیو کښینی او ډوډی خوری چی زیاتره په لاس ډوډی نه



خوری او په پنجه ، قاشق او کارد باندی ډوډی خوری او کله چی له یو چا کره ورځی نو مخکی له مخکی د کور خاوند ته خبر ورکوی او کله چی مهمانی ته ورځی نو په خپل دقیق وخت ورځی او له ځان سره یوه دسته ګل اخلی او هغوی ته یی ور وړی کله چی ډوډی وخوری نو د یو ساعت لپاره پاتی کیږی او وروسته له هغی څخه خپلو کورونو ته ځی او کله چی کور ته ورسیږی نو د تشکری لپاره هغوی ته زنګ وهی او یا هم د هغی ورځی په سبا باندی د مننی لپاره زنګ وهی


.



About the author

160