(د سهیلی او منځنی آسیا اقتصادی وده د افغانستان د لاری پیلیږی (د سویس په شان

Posted on at

This post is also available in:

تیره هفته زه، یو د هغه کسانو څخه وم چی د امریکا د بازاریابی په یوه غونډه کښی، چی په سویس کی جوړه شوی وه، باید خبری می کړی وای. هلته شاوخوا ۱۰۰ تنه زدکونکی او روزونکی راټول شوی وو، ما له (دِن هادی)، (پروفیسور تِد کلارک)، (نرسیز روزتوکی) او نورو سره کتنی درلودی. ډیری کتنی د افغانستان د زدکونکو لپاره وی چی د سویس له زدکونکو سره اړیکی ټینګی کړی او خپل کار او علمی لاس ته راوړنی سره شریکی کړی. 



امریکایی زدکونکی به خپل نظرونه او تجربی له اسیایی زدکونکو سره شریکی کړی. دوی به په یوه اسیایی مُلک کی سره وګوری، د یو بل له دودونو او نظریاتو به سره خبر شی او یو څه بیی په پوهه باندی اضافه شی.



 د (Examer Educational Software) به دوی ته د ارتباطاتو او زدکړی په برخه کی ډیره مرسته وکړی، او د مبایل پیسو په مرسته به، دوی ته د خارجی بُرسونو لاره همواره کړی.


افغانستان د اسیا په زړه کی پروت دی نو ځکه موږ خپل فعالیت له دی ځایه پیل کړی دی او د افغانستان له لاری کولای شو چی سهیلی او منځنی اسیا ته خپلی مرستی وغزوو. افغان زدکونکی د اسیایی مُلکونو په کلتور پییږی ځکه چی د اسیایی ملکونو کلتور تقریبا یو شان دی. دوی کولای شی چی د انترنت به مرسته لا ډیر معلومات د دی هیوادونو په اړه لاس ته راوړی. مونږ ښځینه زدکونکو ته په اسیایی هیوادونو کی ډیره پاملرنه کوو ځکه چی دوی د یوه هیواد ۵۰٪ اقتصاد جوړوی مګر په اسیایی هیوادونو کی، ډیری یی، بی کاره ګرځی او له کور بهر نشی وتلای.



فلم انکس په افغانستان کی په انکشافی پروژو کښی هم ونډه اخلی لکه: په ښونځیو کی د کامپیوتر ټولګی، د انترنت صنفونه او زدکونکو ته د اجتماعی سایتونو د ګټو اخستو لوستونه، تر څو دوی له نړی سره اړیکی ټنګی کړی.



افغانستان او سویس ډیری ورته والی سره لری د بیلګی په توګه: په دواړو هیوادونو کی ډیری جګړی تیری شوی دی، دواړه هیوادونه اوبوته لاره نلری، یو د اسیا په زړه کی پروت او بل هم د اروپا په منځ کی اوسی، دواړه غرنیز هیواوانه دی او په دواړو کی څو څو ژبی او ملیتونه میشت دی. زه په دی نظر یمه چی افغانستان به هم څو موده وروسته د سویس په شان وده وکړی او اباد به شی.


 



About the author

farhadhakimi

Farhad Hakim was born in Nimroz-Afghanistan. He is graduated from Tajrobawi High school in Herat. Farhad is studying Computer Science field in Qhalib private Higher Education University in Herat-Afghanistan. He has worked as cultural and consultant employee extensively in Nimeroz, Herat and more recently in Kabul.He has started to work…

Subscribe 0
160