د افغانستان، منځنی او سهیلی اسیا د اقتصاد او پوهنی تګلاری

Posted on at

This post is also available in:

د افغان امریکا د سوداګری پراختیا غونډه چی په واشنګتن کی جوړه شوی وه، ډیره په زړه پوری وه ځکه چی زما نظر یی د بازار پیدا کولو په اړه ډیر هوډمند کړ. په دی غونډه کی د کاتلین نظر ډیر خاص وو، دی د تکنالوژی او (مبایل پیسو) په اړه وړاندیزونه درلودل، کوم چی موږ یی په افغانستان کی د زدکونکو لپاره عملی کوو. دی د یو میلیون کسانو لپاره د مبایل پیسو ورکول په راتلونکی کال کښی خبر ورکړ، دی رویا او زه وهڅولو چی د دی موخی په رسیدلو کی مرسته ورسره وکړو.




په کنفرانس کی رویا او ما، خپلی پروژی (Afghan Citadel Software Company and Film Annex) ګډونکونکو ته ور وپیژندلی. زه او رویا یو له هغو ګډونکونکو څخه وو چی زموږ پروژی د افغانستان انکشافی پروژوته ډیره مرسته کوله.


ما له ۴۰ مختلفو کسانو سره په دی غونډه کښی ولیدل او ډیر وخت مو د دوی د تګلارو او د پروژو د څرنګوالی په اوریدو تیر کړ، دا کار ډیر ستویزمن وو هغو ټولو معلوماتو ته متوجه وای، زه د سوینی زموږ د بازار پیداکولو مرستندوی او د ده پروژی په افغانستان کی متوجه وم. او همداسی د کیووردونو تاثیرات په افغانستان او زمونږ په پروژه کی. 



فلم انکس په افغانستان، منځنی او سهیلی اسیا کی د ښه اقتصاد او پوهنی په برخه کی فعالیت لری. د فلم انکس ۳۰۰۰۰۰ راجستر شوی وګړی تقریبا ۲.۵ میلیونه مسلکی انترنت پاڼی جوړوی چی په میاشت کی ۵۰ میلیونه لیدونکی لری. په دغو لیدونکو کی ۳.۷ میلیون کسان د افغانستان په پرمختیایی پروژو کی بوخت دی او هره میاشت به ۴۰۰۰ زدکونکی د (Examer Educational Software) سره یو ځای کړو.


 فلم انکس ۱.۴ ملیون ډالره، خپلواک فلم جوړونکو ته تر اوسه ویشلی دی. او که یی په هر ۲۰۰۰۰ ډالره باندی یوه د کامپیوتر او انترنت ټولګی جوړه کړی وای نو په دغو پیسو یی کولای شول چی ۷۰ ټولګی جوړی کړی چی ۲۸۰۰۰۰ زدکونکی به په زدکړی او له فلم انکس سره یو ځای وای. او هر زدکونکی چی به اونی کی یو بلاګ لیکلای، ۱۴.۵ میلیونه لیکنی به په دی فلم انکیس کښی جوړی وای او دوی به یو ډیر غښتلی کاری ګروپ وای.



 زما فعالیت په افغانستان او نورو اسیایی هیوادونو کی د غونډی ګډون کونکو ته په زړه پوری وه او ډیر یی دا کار خوښ شو. ما هم دا پایله تر لاسه کړه چی باید لا ډیر زدکونکی به د (Examer Educational Software) سره ونښلوم تر څو چی اقتصادی او پوهنیز فعالیت یی وده ومومی


 


 



About the author

farhadhakimi

Farhad Hakim was born in Nimroz-Afghanistan. He is graduated from Tajrobawi High school in Herat. Farhad is studying Computer Science field in Qhalib private Higher Education University in Herat-Afghanistan. He has worked as cultural and consultant employee extensively in Nimeroz, Herat and more recently in Kabul.He has started to work…

Subscribe 0
160