د ښځو توانمندی د دوی د انترنتی تولیداتو په کنترولو کیږی، لکه فلمونه او داسی نور. انترنتی فلمونه یوه اقتصادی سرچینه هم د دوی لپاره ده، ځکه چی دوی د نړی په هر ګوډ کی چی ویکولای شی اقتصادی، کلتوری او تولنیز پرمختګ تر لاسه کړی او په دی توګه دوی د نارینه وو له احتیاجی څخه هم خلاصیږی.
(Women's Annex ) هغه لومړنی بلاګ لیکنه په افغانستان، منځنی او سهیلی اسیا کی ده چی فقط د ښځو په واسطه څارل کیږی او د دوی د اقتصادی ودی لپاره جوړ شوی دی.
(Women's Annex ) د فلم انکس په واسطه جوړ شوی دی، کوم چی ۳۵۰۰۰ فلمونه، ۳۰۰۰۰۰ راجستر شوی کاربران، ۴۰۰۰۰ فلم جوړونکی، ۳۹۰۰ لیکوالان او ۵۰ میلیونه لیدونکی په میاشت کی لری. فلم انکس د وومن انکس تر څنګه یوه بله پاڼه د تبلیغاتو په برخه کی هم جوړه کړی ده چی ۳۰ نړیوال تبلیغاتی شرکتونه پکښی ونډه لری.
یو فلم جوړونکی په جرمنی کی کولای شی خبل فلم په افغانستان کی له دوی سره شریک کړی. او له هغه لاری خپل تبلیغات نشر کړی همدارنګه افغان فلم جوړونکی هم کولای شی جی ګټه تر لاسه کړی.افغان ښځی هم کولای شی چی خپل تولیدات د وومن انکس له لاری نړی ته ور و پیژنی، او د نړی له امکاناتو څخه ګته واخلی، فلم انکس په افغانستان، منځنی او سهیلی اسیا کی زدکونکو ته د اکزامر پروګرام په مرسته فلم جوړونی او بلاګ لیکل زده کړی تر څو دوی له اقتصادی او پوهنیزو مرستو څخه ګته واخلی.
فلم انکس د فلم جوړونکو به خاصه توګه د شځنیو فلم جوړونکو پلوی کړی، له دوی سره مرکی سر ته رسوی تر څو د دو یځانګړتیاوی له نورو فلم جوړونکو سره شریکی کړی د دوی فلمونه د فلم انکس له لاری خپروی. دوی ته د ښو تولنیزو اړیکو په بدل کی اقتصادی مرستی کوی. فلم انکس د خپلو ښو همکارانو لکه ارین ګلفدان، فرشته فروغ او رویا محبوب په مرسته ځان خپلو موخوته رسولای شی.
ځینی له ما دا پوښتی چی تاسو څه هدف لری؟ او ولی مو دا سایت جوړ کړی دی؟ موږ څرنګه له تاسو سره مرسته کولای شو؟ دا ټول به تر سره شی ځکه چی موږ ډیر پراخه موخی لرو. لا ډیر د کمپیوتر او انترنت ټولګی به جوړی کړو، د فلم جوړولو لپاره کامری او داسی نور توکی به آماده ګړو. د ټولنیزو رسنیو د کارولو په برخه کی به له زدکونکو سره نور کار هم وشی. په دی برخه کی زمونږ ډیره تکړه همکاره، رویا محبوب به راسره مرسته وکړی، همدارنګه د ځینو ان جی او ګانو په مرسته به خپل هدف ته ورسیږو. زموږ پرمختیایی پلانونه دا دی: د انترنت او کمپیوتر ټولکی، د زدکونکو شمیر ۸ میلیونو ته رسول او داسی نور د زدکړی په برخه کی.