ټنبلی مه کوی، ډیر کار وکړی ځکه چی د افغانستان اقتصادی وده، ډیری هلی ځلی غواړی

Posted on at

This post is also available in:

د هسپانیا اقتصادی هلی ځلی زما ورځنی اخبار دی. زما ښه په یاد دی چی په ۱۹۸۰ کښی، نړی د هسپانیا د اقتصادی معجزی شاهدان وو. په دی کال کی چی ایټالیا اوم اقتصادی مقام درلوده، هسپانیا ۱۴ مقام درلود. بیا په ۱۹۹۰ کی ایتالیا ځان پنځم مقام ته ورساوه او هسپانیا هم نهم مقام ته ورسیده او په دی ورستیو کلنو کی هسپانیا پنځم اقتصادی مقام ته ځان ورساوه.

په ۱۹۹۰ کال کی، کله چی زه ۲۱ کلن وم، لوس آنجلس ته ولاړم او د خپل هیواد اقتصادی رقابت می تعقیباوه. په د ی باندی پوه شوم چی هر هغه هیواد چی یو وار وده وکړی بیا خپلی هلی ځلی لږ کړی او رقابت پریږدی چی دا ډیری بدی پایلی لری.

نن زما پاملرنه افغانستان ته متوجه ده ځکه جی دوی څو تیرو لسیزو کی د پرمختګ جانس نه درلوده او په دی وروستی لسیزه کی د په ډير چټکی سره خپلو پرمختګونو ته مخه کړی ده. دوی ټول د پرمختګ غوشتونکی دی په هره برخه کښی، ما هم له دوی سره د معلوماتی ټکنالوژی به برخه کی کار پیل کړی دی او ښه پرمختګ مو هم درلوده.

اوس هغه وخت را رسیدلی دی چی افغان ځوانان د خپل هیواد د جوړولو لپاره ملا ښه ټینګه وټړی او ځان ډیرو سختو کارونو او هلو ځلو ته چمتو کړی، ځکه چی نړیوالی مرستی هم پای ته رسیږی او دوی باید خپل هیواد په خپله جوړ کړی. زما موخه له سخت کار نه داده چی افغان ځوانان که غواړی چی یو پرمختللی هیواد ولری نو دوی باید ځان و ۱۸ ساعتونو کار ته په ۲۴ ساعته کی چمتو کړی او که دا ونکړی نو هیڅ کله به پرمختګ ونکړی.

هغه وخت چی نړیوالی مرستی پای ته ورسیږی نو دا افغان ځوانان د ی چی پردی سرمایه ایشودونکی ته به زمینه برابروی او هغه څرنګه؟ د خپل سخت کار په کولو سره، ځکه چی څوک جی سرمایه ایږد ی نو ګټه هم غواړ ی او د دوی ګټی ستاسو په مسلکی او سخت کار پوری تړلی ده.

ما شه تقدیر درلوده چی په ایتالیا کی چی یو د اقتصادی هلو ځلو هیواد دی وزیږیدم او زما بله خوشحالی دا ده چی کورنی می را ته په امریکا کی کاروبار جوړ کړ او اوس هم زه ښه چانس لرم چی په افغانستان کی، رویا محبوب او فرشته فروغ زما ډیری ښی همکارانی دی چی د انترنت او کمپیوتر د ټولګیو په جوړولو کی را سره ډیری مرستی کوی.

 To Read English topic Click Here



About the author

farhadhakimi

Farhad Hakim was born in Nimroz-Afghanistan. He is graduated from Tajrobawi High school in Herat. Farhad is studying Computer Science field in Qhalib private Higher Education University in Herat-Afghanistan. He has worked as cultural and consultant employee extensively in Nimeroz, Herat and more recently in Kabul.He has started to work…

Subscribe 0
160